چاريکار (پژواک، ٦ سلواغه ٩٤): د پروان د شينواري ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي وايي، طالبانو د همدې ولسوالۍ په "سردرۀ اشتر شهر" سيمه کې ٧ تنه له موټره ښکته کړي او پر ډزو يې ټپيان کړي دي.
هغوى وايي، طالبانو ځکه دغه کار کړى چې د سيمې خلکو د طالبانو په غوښتنه د دولت پر ضد وسلې وانه خيستې.
ټپي شوي کسان د پروان ولايتي روغتون ته لېږدول شوي او د دې ولسوالۍ لسګونه اوسېدونکي هم د ولايت مرکز چاريکارو ته راغلي او نيوکه کوي چې حکومت د دوى په سيمه کې امنيت نه شي ټينګولاى.
له دغو کسانو د ميراجان په نوم يوه کس پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو په دې ولسوالۍ کې له خلکو غوښتي وو چې د دولت پر ضد وسلې واخلي.
خو هغه وايي چې د سيمې خلکو د طالبانو دا غوښتنه ونه منله او طالبانو يې په غبرګون کې نن سهار د دې ولسوالۍ په "سردرۀ اشتر شهر" سيمه کې د ده په ګډون يو شمېر هغه کسان له موټره ښکته کړل چې د واده مراسمو ته روان وو.
دى وايي چې طالبانو د هغو له ډلې اوه تنه پر ډزو ټپیان کړي چې له موټره یې ښکته کړي وو.
ده په دې ولسوالۍ کې حکومت د امنيت په ټينګښت کې پاتې وباله او زياته يې کړه: "که داسې وضعيت وي، نو موږ اړ يو چې خپل کورونه پرېږدو او نورو سيمو ته کډه شو."
د پروان مرکز ته له راغلو اعتراض کوونکو د احمدضيا په نوم يوه بل کس هم د ميراجان څرګندونې تاييد کړې او ويې ويل چې طالبانو اووه تنه ټپيان کړل، خو څوک يې ونه وژل.
دى وايي چې ټپي شوي کسان د لاس او پښو په برخو کې په مرمیو ويشتل شوي دي.
هغه هم وايي چې حکومت د دوى په سيمه کې د امنيت په ټينګښت کې پاتې راغلى دى.
د پروان د ولايتي روغتون سرطبيب ډاکتر عبدالقاسم وويل چې ياد ٧ ټپيان په دغه روغتون کې تر درملنې لاندې دي او ټول په لاس او يا هم پر پښو ټپيان شوي دي.
دى وايي چې له ټپيانو څخه د څلورو کسانو روغتيايي حالت د جدي پام وړ دى او پاتې نور يې ښه دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن