کابل (پژواک، ۶ سلواغه ۹۴): د ملي امنیت شورا اړوندو ارګانونو ته دنده وسپارله، چې د جوزجان، بلخ، پکتیا، اروزګان، غور، زابل، پنجشېر، پکتیکا او کندهار د امنیتي ستونزو لپاره حل لارې ولټوي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه، نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
سرچينه کاږي، په پیل کې د امنیتي او دفاعي سکتور وزیرانو د هېواد د عمومي امنیتي وضعیت په هکله د ملي امنیت شورا غونډې ته راپور وړاندې کړ او ورپسې په ټول هېواد کې ګواښونه وارزول شول او د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د هغو د دفعه کولو په خاطر لازمې لارښوونې وشوې.
سرچینه زياتوي، وروسته د جوزجان، بلخ، پکتیا، اروزګان، غور، زابل، پنجشېر، پکتیکا او کندهار والیانو د خپلو اړوندو ولایتونو د امنیتي ستونزو په اړه خپل مفصل راپورونه وړاندې کړل.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ولايتونو ستونزې وارزول شوې او د حل لپاره يې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
سرچينه ليکي چې دې شورا د هېواد دفاعي او امنیتي ارګانونه موظف کړي، چې د یادو ولایتونو له والیانو سره په تفاهم په اړوندو ولایتونو کې د امنیتي ستونزو حل لارې ولټوي او د خپلو کړنو راپور د ملي امنیت شورا راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن