ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان په فساد کې درېيم مقام خپل کړى

افغانستان په فساد کې درېيم مقام خپل کړى

author avatar
27 Jan 2016 - 13:02
افغانستان په فساد کې درېيم مقام خپل کړى
author avatar
27 Jan 2016 - 13:02

کابل (پژواک، ٧ سلواغه ٩٤): افغانستان پر فساد د ککړو هېوادونو په نوي خپور شوي لېست کې درېيم مقام خپل کړى دى.

دغه سازمان د سلواغې په ٧مه، په بېلا بېلو هېوادونو کې د فساد او ور سره د مبارزې په اړه خپل کلنى راپور خپور کړ.

د شفافيت نړيوال سازمان د نړۍ په ١٦٨ هېوادونو کې په دې اړه سروې او پوښتنې کړې او بيا يې خپل راپور چمتو کړى دى

د روڼوالي د نړيوالې سازمان (ټرانسپرنسي انټرنېشنل) له خوا د خپور شوي لېست له مخې، افريقايي هېواد صوماليا د پخوا په څېر يو ځل بيا د نړۍ تر ټولو فاسد هېواد اعلان شوى دى.

د ياد سازمان د ارزونو له مخې، کوم هېواد چې صفر نومرې ترلاسه کړي، هغه د نړۍ تر ټولو مفسد او څوک چې ١٠٠ نومرې واخلي، نو کم مفسد يا  پاک هېواد  اعلانېږي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ډنمارک ٩١ نومرو سره لومړى، فنلينډ ٩٠ نومرو سره دويم، سوېډن ٨٩ نومرو سره درېيم، نيوزيلينډ ٨٨ نومرو سره څلورم او هالنډ ٨٧ نومرو سره پنځم پاک مقام خپل کړى دى.

د روڼوالي د نړيوالې سازمان په راپور کې راغلي، چې صوماليا او شمالي کوريا اتو ، اتو نومرو سره اول او دويم، افغانستان له ١١ نومرو سره  درېيم ، سوډان له  ١٣ نومرو سره څلورم مقام او سوېلي سوډان له ١٤ نومرو سره پنځم مقام په فساد کې ترلاسه کړى دى.

د يادونې ده  چې تېر کال افغانستان په فساد کې ښکېلو هېوادونو کې له ١٢ نومرو سره څلورم مقام خپل کړى و.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، پاکستان په ٣٠ نومرو په ١١٧، شمېره او هندوستان په ٣٨ نومرو سره ٧٦ مقام خپل کړى دى.

امريکاله ٧٦ نومرو سره شپاړسم او چين له ٣٧ نومرو سره اوه اتيايم مقام کې دى.

د روڼوالي نړيواله اداره وايي چې له واک او دندې ناوړه ګټه اخيستنه، پټې معاملې او رشوت اخيستل په نړيواله کچه د فساد لامل شوي او دغو کارونو ټولنو ته ډېر زيان رسولى دى.

د روڼوالي نړيواله اداره چې په ۱۹۹۳ ميلادي کال کې جوړه شوې او مرکز يې په برلين کې دى، د نړۍ په يو سلو اتيا هېوادونو کې دفترونه لري چې د فساد په اړه معلومات راټولوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.