ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د پکتيکا د ځينو سيمو امنيت خيالي پوليس ساتي”

“د پکتيکا د ځينو سيمو امنيت خيالي پوليس ساتي”

author avatar
27 Jan 2016 - 12:03
“د پکتيکا د ځينو سيمو امنيت خيالي پوليس ساتي”
author avatar
27 Jan 2016 - 12:03

ښرنه(پژواک،٧سلواغه٩٤): د پکتيکا ولايت ځينې اوسېدونکي وايي چې په يوشمېر ولسواليو کې په خيالي پوليسو امنيت ساتل کيږي ، خو امنيتي چارواکي دغه څرګندونې ردوي.

د پکتيکا د ولايتي شورا مرستيال نعمت الله ببري پژواک ته وويل چې ددغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د پوليسو او په ځانګړي ډول د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې خيالي سرتېري شته.

ببرى وايي چې د همدې خيالي پوليسو د شتون له امله ددغه ولايت په ډيرو سيمو کې امنيتي حالات ترينګلي دي.

هغه وايي چې د اړوندې موضوع په اړه يې د پکتيکا له سيمه ييزو حکومتي چارواکو سره خبرې کړي او ډير ژر به دغه ستونزه هواره شي.

ده وويل: (( ډير ژر به موږ له امنيتي مسوولينو سره يوځاى د پکتيکا د ټولو پوستو چک پيل کړو.))

همداراز د دغه ولايت ځينې اوسېدونکي هم وايي چې ددى ولايت د يو شمېر سيمو امنيت   خيالي پوليس ساتي .

د پکتيکا ولايت د ارګون ولسوالۍ د ارګانه سيمې اوسېدونکي عبدالخالق د سلواغې په٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل: (( زموږ د سيمې د امنيت لپاره د ٥٠ سيمه ييزو پوليسو تشکيل استول شوى خو په پوسته کې يواځې ٢٠ کسان وي او پاتې نور يې خيالي دي.))

هغه ادعا وکړه چې د يادو خيالي پوليسو تنخواوې د سيمه ييزو پوليسو چارواکي ځان ته اخلي.

دغه راز د پکتيکا ولايت د جاني خېلو ولسوالۍ د جاني خېلو کلي اوسېدونکى سيد انور هم وايي چې د دوى د سيمې د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې داسې پوليس هم شته چې تر اوسه يې پوسته په سترګو نه ده لېدلې، خو په نوم يې  مياشتنۍ تنخواوې اخيستل کيږي.

د هغه په اند، د دغه ولايت په ډيرو پوستو کې د خيالي پوليسو شتون له امله ډيرې سيمې د نا امنۍ له ګواښ سره مخ دي.

دغه راز په پکتيکا کې يوې امنيتي سرچېنې د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې د دغه ولايت په ډيرو پوستو کې د خيالي پوليسو تشکيل شته.

هغه په دې برخه کې کومه مشخصه پوسته ياده نه کړه خو زياته يې کړه چې اړوند مسوولين بايد دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.