جلال اباد (پژواک، ٧ سلواغه ٩٤) : د ننګرهار چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې يې اوه د داعش غړي او درې طالب وسله وال نيولي دي.
د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد د سلواغې په ٧مه، يوې خبري ناستې ته وويل،چې دغه کسان يې په کوټ او هسکې مېنې ولسواليو کې نيولي چې وسلې هم ورسره وې.
نوموړي زياته کړه، چې دا کسان يې له حکومتي ځواکونو سره د جګړې پر مهال نيولي، چې د ننګرهار، کندهار، هلمند او سنمګان ولايتونو اوسېدونکي دي.
شېرزاد وايي، چې په تېرو څو مياشتو کې يې له داعش او وسله والو طالبانو څخه په لاس راوړي مهمات او وسلې هم نن د ډاياک پروسې ته وسپارلې .
د نوموړي په وينا،يادې ٣٤٠ ميله مختلفې وسلې يې په تېرو څو مياشتو کې د ننګرهار له بېلابېلو سيمو کې څخه ترلاسه کړې وې.
هغه زياته کړه،چې په تېرو لسو مياشتو کې يې له نورو امنيتي ځواکونو سره په ګډه ۲۷۱ عمليات تر سره کړي،چې په ترڅ کې يې نږدې زر ميله وسلې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه د يادو نيول شويو کسانو په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن