پلخمري(پژواک، ٧ سلواغه ٩٤): د بغلان ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان ووژل شو.
د بغلان والي عبدالستار بارز وايي چې د سيمه ييزو پوليسو قوماندن سحرګل پرون شپه د مرکزي بغلان په زاړه ښار کې د ناپېژنداه وسله والو لخوا وژل شوى دى.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې اړه څېړنې پيل شوې او تر اوسه يې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دوى په مرکزي بغلان کې د (سالار) په نامه يو قوماندانۍ وژلى دى.
هغه وويل چې قوماندان سالار د بغلان د مرکز د زمانخېلو سيمې اوسېدونکى و چې د پوځي مرکز د قوماندان په توګه يې دنده اجرا کوله.
د ويلو ده چې د روان کال په ليندۍ مياشت کې د بغلان د برکې ولسوال عبدالجبار اسلامي هم په مرکزي بغلان کې ووژل شو او طالبانو يې د وژنې مسووليت منلى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن