ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ګرشک کې څلور ماين پاکان وژل شوي

په ګرشک کې څلور ماين پاکان وژل شوي

author avatar
27 Jan 2016 - 13:44
په ګرشک کې څلور ماين پاکان وژل شوي
author avatar
27 Jan 2016 - 13:44

لښکرګاه (پژواک، ٧ سلواغه ٩٤) :  ځايي چارواکي وايي چې د وسله والو  مخالفينو په يوه بريد کې څلور ماين پاکان وژل شوي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د سلواغې په ٧ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن له غرمې مخکې په شاوخوا ١٠ بجو د ګرشک ولسوالۍ د اب بازانو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې وسله والو مخالفينو په ياده سيمه کې د ډافا په نامه د ماين پاکۍ  موسسې پر کارکوونکو ډزې کړې چې له امله يې څلور تنه وژل شوي او يو تن يې ټپي شوى دى.

ځواک وويل، چې پوليسو په سيمه کې پلټنې پيل کړې او بريدګر په تېښته بريالي شوي دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.