قلعه نو (پژواک، ٨ سلواغه ٩٤): په بادغيس ولايت کې اته وسله وال مخالفين له خپلو وسلو سره د مخالفينو له ليکو سره يو ځاى شول.
د بالامرغاب ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل سيد شريف د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ٨مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا لس بجې د دې ولسوالۍ په دروېش محمديا سيمه کې رامننځته شوې ده.
نوموړي زياته کړه چې دا اته ملي پوليس له خپلو وسلو سره چې دوه ميله ماشيندار، يو ميل راکټ، پنځه کلاشينکوفوه، دوې مخابرې او زرګونه مرمۍ دي، وسله والو مخالفينو ته ورغلي دي.
د سرچينې په خبره، دا اته پوليس د دروېش محمديا امنيتي پوسته کې مېشت وو او د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، تېره شپه له وسله والو مخالفينو سره له اړيکو جوړولو وروسته له پوستې تللي او د مخالفينو له ليکو سره يو ځاى شوي دي.
د بالامرغان امنيه قوماندان وويل چې نوي کسان نن سهار په دې پوسته کې ځاى پر ځاى شول.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د بالا مرغاب ولسوالي د بادغيس مرکز قلعه نو ښار په ١٨٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن