خوست (پژواک، ٨ سلواغه ٩٤): خوست ولايت ته له شمالي وزيرستانه له ګڼو راستنو شوو افغان کورنيو سره د کډوالۍ نړيوال سازمان ( IOM )له لوري د ځينو توکو مرسته وشوه.
په دغه ولايت کې د يادې ادارې يو مسوول عبدالقيوم شرافت د دې مرستې د وېش پر مهال پژواک اژانس ته وويل چې دا کورنۍ له وزيرستانه د پاکستان د پوځي عملياتو له امله راستنې شوې او بې اسناده کډوال دي.
نوموړي وويل، ياد مرسته شوي توکي لومړني او غير خوراکي دي چې مخکې له مخکې د ترسره شوې سروې پر بنسټ پر ۲۰۰ اړمنو کورنيو ووېشل شول.
که څه هم شرافت د يادو توکو د لګښت په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه هرې کورنۍ ته د پوښاک او اخلي پخلي ټول اړين وسايل شامل دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل: ((کمپلې، د ګازډبه، لوښي، د اوبو بوشکې، د اوبو ګيلاسونه، ديګونه، بېلابېل ډول صابونونه او نور د اړتيا وړ شيان په کې شامل دي.))
يو راستون شوي کډوال مزرک پژواک اژانس ته وويل چې خوست ته په راستنېدو سره له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي، خو د موسسو په مرسته يې تر ډېره بريده ستونزې هوارې شوې دي.
هغه زياته کړه: ((له مېرانشاه راغلي يو، له موږ سره مرسته کېږي، ګوزاره مو ورباندې کېږي. موږ هيله لرو چې دولت يا موسسې له موږ سره د ستونزو په هواري کې مرسته وکړي.))
يوه بل کډوال محمدګل د يادې مرستې له ترلاسه کولو وروسته له پژواک اژانس سره په خبرو کې له مرستندويه ادارو وغوښتل چې ژمي ته په کتو سره دوی ته پوره پاملرنه وکړي.
نوموړي وويل: ((د ژمي په دې سړه هوا کې ټول اړين وسايل نه لرو، کور کې مو واړه ماشومان دي. کوټې مو ټولې خرابې دي، له موږ سره بايد زياتې مرستې وشي.))
د يادونې ده، د ۲۰۱۴ ميلادي کال له جون مياشتې راهيسې چې خوست ته له شمالي وزيرستانه کډوال راغلي، تر اوسه د مهاجرت نړيوالې ادارې له لوري پر شاوخوا دوه زره راستنو شوو افغان کډوالو کورنيو څو ځلې مرستې وېشل شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن