ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فراه کې یو ماشوم تر تښتولو وروسته وژل شوی

په فراه کې یو ماشوم تر تښتولو وروسته وژل شوی

author avatar
28 Jan 2016 - 15:40
په فراه کې یو ماشوم تر تښتولو وروسته وژل شوی
author avatar
28 Jan 2016 - 15:40

فراه- زرنج (پژواک، ٨ سلواغه ٩٤): د فراه د مرکز اړوند له داراباد کلي څخه د لوبې پر مهال د تښتول شوي اته کلن ماشوم مړی په داسې حال کې موندل شوی چې په نيمروز ولايت کې وسله والو څلور ملکيان تښتولي دي.

د فراه د والي مرستیال محمدیونس رسولي پژواک خبري اژانس ته وویل چې یوه ډله انسان تښتونکي دوه ورځې وړاندې د فراه د مرکز اړوند له داراباد کلي څخه یو اته کلن هلک وتښتاوه چې د تښتول شوی ماشوم مړی تېر ماښام په همدغه کلي کې په یوې زړه څاه کې وموندل شو.

رسولي زياته کړه: ((وروسته له هغه چې د ملي امنیت ریاست د خلکو په مرسته تېره ورځ درې تنه انسان تښتونکي ونیول، هغوی اعتراف وکړ او د ماشوم د مړي ځاى يې وښود.))

د فراه د والي مرستیال وويل چې انسان تښتوونکو ماشوم په ډېر وحشیانه ډول وژلی او مړی يې په یوه څاه کې غورځولی او بیا يې ورباندې یو دېوال هم چپه کړی دی.))

هغه وویل چې يوه تښتوونکي پر خپل جرم اعتراف کړی او منلې یې ده چې دوی د پیسو په خاطر دغه هلک تښتولی و.

د والي مرستیال څرګنده کړه چې د دوی دوه نور همکاران هم تېره شپه د ملي امنیت ریاست له خوا نیول شوي او هڅه روانه ده چې په فراه کې د وروستیو انسان تښتونو ټول عاملين ونیول شي.

د وژل شوي ماشوم له خپلوانو منصور وویل چې دغه هلک فرشید نومېده، مازدیګر هغه مهال وتښتو شو چې د کلي په کوڅو کې يې له هلکانو سره لوبې کولې.

ده وویل: ((خدای ناترسه تښتوونکو هلک په ډبرو ویشتلی او بیا یې په څاه کې اچولی دی.))

منصور وايي: ((د دغه ماشوم پلار دوه کاله وړاندې په یوه ترافیکی پېښه کې مړ شوى، د کور یواځېنی نارینه همدغه فرشید و، اوس نو د دوى په کور د ده مور او دوه کشرانې خويندې بې سرپرسته پاتې شوې.))

له بلې خوا په نيمروز ولايت کې وسله والو څلور ملکي وګړي تښتولي دي.

د ياد ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال دلاورشاه دلاور پژواک ته وويل چې دغه کسان له خاشرود ولسوالۍ د مرکز زرنج ښار پر لور روان وو چې په لاره کې د طالبانو له لوري نيول شوي دي.

دلاور وايي چې څلور واړه کسان ملکي وګړي دي چې په يوه موټر کې زرنج ته روان وو، طالبانو موټر هم بیولی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.