کابل (پژواک، ١٠سلواغه ٩٤ ): د سالنګ لويه لار چې د شمال ولايتونه له مرکز سره نښلوي، د مساپروړونکو موټرو پر مخ پرانيستل شوه.
دا لويه لار چې د پروان او بغلان ولايتونو له لوړو غرونو څخه تېرېږي، د تېرې پنجشنبې شپې (سلواغې اتمه) راهيسې د سختو واورو اورېدو او توپانونو له امله د ترافيکو پرمخ تړل شوې وه.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې مشر جنرال محمد رجب پژواک خبري اژانس ته وويل چې لويه لار د واورو اورېدو او توپان له کمېدو څخه وروسته، نن سهار شاوخوا پنځه بجې د مساپر وړونکو موټرو پر مخ پرانيستل شوه.
نوموړي وويل چې لاهم د سالنګونو په ځينو سيمو کې کنګل شوي ځايونه شته او له پاک کېدو څخه وروسته به د مساپروړونکو موټرو پر مخ هم پرانيستل شي.
جنرال رجب، له مساپرو او موټرچلوونکو څخه غوښتنه وکړه چې د ځان خوندي کولو لپاره دې د سالنګ له لويې لارې څخه د تېرېدو پر مهال د خونديتوب مسايل په پام کې ونيسي.
هغه په ټينګار سره له موټر چلوونکو څخه وغوښتل چې له دې لارې څخه د تېرېدو پرمهال دې ترافيکي قوانين په پام کې ونيسي.
نوموړي همداراز وويل چې له دې لويې لارې څخه د تېريدو پرمهال دې تودې جامې پرتن کړي.
سوېلي سالنګ کې د واورو ښوېيدو او سختو توپانونو له امله، ١٣٨٨ کال سلواغې مياشت کې شاوخوا ١٧٠ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ١٢٥ نور ټپيان شوي وو.
د يادونې ده چې د وروستيو واورو اورېدو له امله د دايکنډي – باميان ، غور ، ميدان وردګو او سمنګان ولايتونو يو شمېر ولسواليو لارې له تېرې جمعې شپې راهيسې تړل شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن