ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“عمر داوودزي د قطر په غونډه کې له طالبانو بښنه غوښتې”

“عمر داوودزي د قطر په غونډه کې له طالبانو بښنه غوښتې”

author avatar
30 Jan 2016 - 13:03
“عمر داوودزي د قطر په غونډه کې له طالبانو بښنه غوښتې”
author avatar
30 Jan 2016 - 13:03

کابل (پژواک، ١٠ سلواغه ٩٤) : د کورنيو چارو پخواني وزير عمر داوودزي د قطر په غونډه کې له وسله والو طالبانو څخه بښنه غوښتې ده.

د پګواش کاناډايۍ موسسې لخوا دافغان سولې په اړه دغه غونډه تېره اوونۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شوې وه،  چې په کې د طالبانو د ١٦ کسيزې ډلې ترڅنګ دافغانستان د ملي شورا ځينو غړو، سياسيونو او د مدني ټولنې غړو برخه اخيستې وه.

د دغې غونډې يوه ګډونوال قاضي محمد حسن حقيار د سلواغې په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې غونډه کې د طالبانو د قطر د دفتر د ١٤ غړو په ګډون  ١٦طالب استازو   برخه اخيستې وه.

هغه زياته کړه، چې له کابل څخه هم شاوخوا ٣٠ کسان چې په کې د ملي شورا غړي، دولتي مامورين، د ولسمشر غني تره قيوم کوچي، پخوانيو وزيرانو عمر داوودزي ، انوار الحق احدي او يو شمېر نور سياسيون  او د مدني ټولنې غړي شامل وو، برخه اخيستې وه.

حقيار وايي چې دا غونډه په ډېره دوستانه ماحول کې پيل شوه او تر پايه پورې يې همداسې ښه دوستانه فضا لرله.

د نوموړي په وينا، د غونډې ټولو ګډونوالو ته د خبرو چانس ورکړل شو او په لومړۍ ورځ د طالبانو استازو ښې خبرې وکړې او ډېر تمرکز  يې پر سولې و او ټينګار يې کاوه چې دا جګړې بايد نور پاى ته ورسېږي.

هغه وويل، چې د طالبانو غړي د  غونډې په بېلابېلو برخو کې له کابل څخه راغليو کسانو سره ناست وو او په غير رسمي وختونو کې يې هم په ډېره دوستانه فضا کې سره د زړه خواله کول .

د نوموړي په وينا، د ډوډۍ پر مهال به هم طالب استازو له کابل څخه ورغليو کسانو سره بحثونه کول او په هوټل کې به ديوه بل کوټو ته ورتلل او سره به يې شخصي مجلسونه کول.

د قطر د غونډې ګډونوال حقيار وايي، چې د غونډې په دويمه ورځ د کابل د پلاوي غړي د پنجشېر ولايت اوسېدونکي، د کار او ټولنيزو چارو وزارت پخواني مرستيال ډاکټر حسام الدين همراه د وسله طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د فاتحې لپاره غږ وکړ او ټولو ګډونوالو په ګډه سره د هغه فاتحه واخيسته.

د هغه په وينا، دا کار له پخوا څخه پلان شوى نه و، خو لکه څرنګه چې حسام الدين د طالبانو د لومړۍ ورځې له خبرو اغېزمن شوى و، نو دغه اقدام يې وکړ.

حقيار وويل، چې د يادې غونډې  په اوږدو کې د کورنيو چارو پخواني وزير عمر داوودزي په خپلو خبروکې  په ګذشت کولو ټينګار وکړ او ويې ويل چې په تېرو څو کلونو کې له طالبانو سره ډېر ظلمونه شوي او په ګوانتانامو زندان کې ځورول شوي دي.

داوودزي زياته کړه : ((زه په دغه نظام کې د سفير، د ولسمشر د دفتر د رييس او د کورنيو چارو وزير په توګه پاتې شوى يم، که زما له لوري طالبان ازار شوي وي، نو زه بښنه غواړم.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.