ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر چهاردرې د بمبار د قربانيانو د کورنيو غړي له پامه غورځول شوي

پر چهاردرې د بمبار د قربانيانو د کورنيو غړي له پامه غورځول شوي

author avatar
30 Jan 2016 - 11:03
پر چهاردرې د بمبار د قربانيانو د کورنيو غړي له پامه غورځول شوي
author avatar
30 Jan 2016 - 11:03

# د جګړې قربانيانو غږ

کندوز (پژواک،١٠ سلواغه ٩٤): "دوه اولادونه مې درلودل چې يو يې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد که ووژل شو او دويم يې فلج شوى دى، د يو زوى په وژل کېدو او د بل زوى په فلج کېدو سره مې ملا ماته شوې ده."

دا د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالکريم خبرې دي، چې اوس يې هم د زوى د له لاسه ورکولو داغ په زړه کې نقش لري او کله چې يې د قبر سر ته ورځي، ژړا او فرياد کوي؛ خو زوى يې بېرته نه راځي.

ايساف ځواکونو د ١٣٨٨ کال د وږي په ١٣مه د چهاردرې ولسوالۍ عمرخېل سيمه په دې نوم چې طالبان راغونډ شوي، تر هوايي بريد لاندې راوسته چې په ترڅ کې شاوخوا سلو کسانو ژوند له لاسه ورکړ او لسګونه نور ټپيان شول.

بمبار هغه مهال وشو چې د دولت وسله والو مخالفينو د ايساف د تېلو دوه ټانکرونه د عمرخېلو کلي ته ولېږدول او د کلي اوسېدونکي له ټانکرونو څخه د تېلو په تخليه کولو بوخت وو.

په دې هوايي بريد کې د ځينو کسانو بدنونه وسوځېدل او اثرات يې دومره ژور وو، چې يو شمېر کسانو د تللو توان له لاسه ورکړى وو.

د بريد اغېز د زيانمنو د ژوند پر وضعيت:

عبدالکريم وايي، ٢٣ کلن زوى يې چې د اتم ټولګي زده کوونکى و، په دې پېښه کې ووژل شو او بل زوى يې چې ١٧ کلن دى، له ملا څخه ډېر ژوبل شوى دى.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل ، دا چې د زوى د درملنې لپاره يې د کوردننه او پاکستان روغتونونو کې ډېرى پيسې لګولې دي؛ خو اوس هم فلج دى.

عبدالکريم چې د عيسى خېل کلي اوسېدونکى او کروندګر دى، زياته يې کړه چې همدا دوه زامن يې درلودل او اوس يې د يوه زوى په وژل کېدو او د بل په فلج کېدو سره، په ملا کړوپ شوى دى.

دې ځورېدلي پلار چې سترګو کې يې اوښکې ډنډ وې او لاسوهنه يې لړزېدل، وويل: "زما زامنو څه ګناه درلوده، چې په بمبار کې يو يې ووژل شو او بل يې ټپي شو؟ دا خو د تېلو تر لاسه کولو لپاره هم نه و تللي او د خپلې خور کور ته د قرآن عظيم الشان ختم مراسمو کې د ګډون لپاره تلل، چې په لاره کې پرې بمبار وشو."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.