جلال اباد(پژواک،۱۱سلواغه۹۴): د ترانسپورټ وزير وايي، چې د ننګرهار په تورخم بندر کې د تراسپورټ د تنظيم او مسافرو د اسانتياوو لپاره د يو مېليون ډالرو په لګښت ترمينل جوړوي.
د ترانسپورټ وزير محمدالله بتاش د سلواغې په ۱۱مه، تورخم ته په سفر کې د يادې پروژې چارې پيل کړې، چې د يو کال په موده کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
بتاش د يادو مراسمو په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا ترمنيل د دې وزارت د يو ميليون ډالرو په لګښت په لس جريبه ځمکه کې جوړيږي.
هغه زياته کړه: ((دلته په تورخم کې زموږ مسافر او ترانسپورټ ډېر په مشکل کې دي، د دې ترمينل په جوړوېدو به اسانتياوې برابرې شي، مسافر به تم ځايونه ولري، جومات او د موټرو د تم ځای په ګډون به په کې ټول سهولتونه وي.))
نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې چې د ترانسپورټ سکتور کې د فساد موارد ليدل کېږي وويل: ((زه دلته د همدې لپاره راغلی يم ، چې دې پروژې ته څنګه له تراسپورټي ادارو او مسوولينو سره خبرې وکړو او ممکنه ستونزو ته رسېده ګي وشي ، د ننګرهار له والي غواړم چې د تورخم لارې پر تراسپورټي خدماتو او ممکنه فساد نظارت ولري.))
وزير دا هم وويل، چې د تورخم پر لويه لاره د سرخ ديوال په سيمه کې به د باروړنکو موټرو لپاره هم ترمينل جوړ کړي ، چې له امله به يې هر ډول سهولتونه رامنځ ته شي.
د ده په وينا: ((موږ په پام کې لرو چې په کابل کې د جلال اباد په اډه کې هم يو ترمينل جوړ شي ، له دې ټولو سره به زموږ ترانسپورټ منظم او عوايد ښه شي.))
د ننګرهار والي سليم خان کندزوي وويل چې ياده پرژوه به د ترانسپورټ په برخه کې د سهولتونو ترڅنګ د ډېرو خلکو لپاره د کار زمينه هم برابره کړي.
والي زياته کړه چې د تورخم په بندر کې ډېر مسافر د کرښې دواړو خواوو ته تګ راتګ کوي، چې د دغسې ترمينل د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي.
نوموړی وايي: ((دا پروژه به د يوه کال په اوږدو کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي، چې ډېر سهولتونه به رامنځ ته کړي.))
د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال ډاکټر لعل محمد دراني په سيمه کې له رسنيو سره د خبرو پر مهال وويل: ((په تورخم کې د فساد موارد شته ، د بېلګې په ډول د ترانسپورټ په برخه کې تر دې چې له کراچيو هم پيسې اخيستل کېږي.))
د دراني په خبره، چې دوی غواړي د همدې سفر په څنډه کې دغلته د فساد موارد په نښه او له اړوندو ادارو سره يې په تړاو خبرې وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن