ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ژوند ودانه کړې دنیا مې ورانه شوه”

“د ژوند ودانه کړې دنیا مې ورانه شوه”

author avatar
31 Jan 2016 - 14:16
“د ژوند ودانه کړې دنیا مې ورانه شوه”
author avatar
31 Jan 2016 - 14:16

کندهار (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٤): "د روژې څلورمه وه، په هغې ورځ تر نورو ورځو ګرمي ډېره وه، تر اوږده انتظار وروسته د روژه ماتې وخت را رسېدلى و، پر دوکانونو د خلکو ګڼه ګوڼه وه، چا روژه ماتى کاوو، څوک د ماښام په لمانځه ولاړ وو چې ناڅاپه يوې ډېرې زوروې چاودنې هر څه په بل مخ واړول."

دا د کندهار ښار د محله جات سيمې د يوه سپين ږيري اوسېدونکي عبدالکريم د خولې خبرې دي چې د شپږ کاله مخکې ډېرې درنې او زوروې چاودنې کيسه کوي.

دغه چاودنه چې د کندهار د ګڼو پېښو له منځه تر ټولو قوي او درنه يادېږي، د ١٣٨٨ لمريز کال د وږي په ٤مه د ښار اړوند په شپږمه ناحيه کې د احمدشاهي لوبغالي پر سړک سپوږمۍ سالون ته څېرمه شوې وه.

د مزدا موټر دغې چاودنې تر ٤٠ ډېر روژه په خوله عام وګړي ووژل او تر ٦٥ ډېر يې ټپيان کړل او دغه راز لسګونه دوکانونه او کورونه يې ويجاړ کړل.

سپين ږيري عبدالکريم هماغه دردناکې شېبې رايادوي او وايي، هغه مهال يې دغلته د خوراکي توکو دوکان درلود چې ده  او شپږو زامنو يې په ګډه په کې کار کاوه.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((روژه ماتې ته څو دقيقې پاتې وې، يو څه خوراکي توکي او مېوه مې راسره واخيسته، د کور په خوا روان شوم او دوکان مې خپلو زامنو ته پرېښود، د کور دروازې ته لا نه وم رسېدلى چې يوې ډېرې زورورې چاودنې لار او ګودر راڅخه ورک کړل.))

د ده په خبره، سملاسي يې ټیلېفون ته لاس کړ، څو د خپلو اولادونو حال واخلي، خو ټيلېفون ځواب نه وايه، اندېښنه يې نوره هم ډېره شوه او پرته له دې چې کور ته لاړ شي، بېرته د دوکان پر خوا روان شو.

دى وايي: ((کله چې له فرعي کوڅې عمومي واټ ته داخل شوم نو هېڅ تصور مې نه کاوه چې د ژوند د څو دقيقو مخکې رنګيني دې په يوه لحظه کې تس نس شوې وي، لکه يوه زوروره زلزله چې شوې وي، هر څه وران ويجاړ شوي وو او د همدغو ويجاړو شوو دوکانونو او کورونو له منځه د باروتو له تريخ لوګي سره يو ځاى د ټوټه شوو انسانانو زګېروي او چيغې پورته کېدې.))

دغه سپين ږېرى پلار څو شېبې غلى شو، په سترګو کې يې اوښکې وځلېدې او وروسته يې خپلو خبرو ته دوام ورکړ، هر چا د خپلو شهيدانو او ټپيانو لټون کاوه، ځيني يو مخ ورک شوي وو، د چا نيم بدن نه و، د چا لاس او پښه نه وو او څوک تر دېوالونو او خاورو لاندې شوي وو.

ده وويل: ((خپل پنځه زامن مې په ټپي حالت کې داسې وموندل چې د پېژندلو نه وو، هغوى مو د خلکو په مرسته تر روغتونه ورسول، خو د مشر زوى جسد مې په دويمه ورځ وموند چې د ګڼو نورو کسانو په څېر تر دېوال لاندې شوى و او ساه يې ورکړې وه.))

د ده په خبره، مشر زوى ته يې واده کړى و چې دوه اولادونه او يوه کونډه ورڅخه پاتې دي، چې يو اولاد يې د وينې سرطان لري او ټوله کورنۍ يې په درملنه ستړي او لالهانده ده.

عبدالکريم زياتوي، دغې پېښې د هغه د ژوند دنيا چې په ډېر کړاو يې ودانه کړې وه- داسې ورانه کړه چې هغه به يې بيا هېڅکله ودانه نه کړاى شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.