کابل (پژواک، ١١ سلواغه ٩٤): د چاپېريال ساتنې ملي ادارې، د هستوګنې له کورونو، لوړپوړو ودانيو، دولتي او غيردولتي ادارو پر خپل سر د ناولو اوبو د تخليه کولو په اړه اندېښنه وښوده او هغه يې د ژوند چاپېريال پر وړاندې يوه غميزه بللې ده.
دا اداره د کاناليزاسيون له غير منظم سيستمه سر ټکوي او وايي چې د منظم سيستم له شتون پرته د ژوند پاک چاپېريال له درلودو څخه تمه نه کېږي.
د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د نړيوالو اړيکو د پاليسۍ مرستيال عبدالولي مدقق نن په خبرې ناسته کې وويل چې د دولتي او نادولتي ادارو ناولې اوبه پر کرنيزو ځمکو تخليه کېږي چې دا کار د هوا، اوبو او خاورې د ککړتيا لامل کېږي.
نوموړي د کابل ښار د هوا، اوبو او خاورې ککړتيا په اړه اندېښنه وښوده او زياته يې کړه: "سره له دې چې زموږ هوا د تنفس وړ نه ده، اوبه د څښاک وړ نه دي؛ ان زموږ خاوره هم ککړه شوې ده"
مدقق وويل چې دا ستونزه له څو کلنو راهيسې شتون لري د چاپېريال ساتنې ملي ادارې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې دولتي ارګانونو کې د چاپېريال ساتنې دې ستونزې ته د لاسرسي لپاره کار پيل کړى دى او له هغوى څخه يې د ککړو اوبو د تخليې د سيستم رامنځته کولو غوښتنه کړې ده.
هغه زياته کړه: "تر اوسه ديارلس دولتي ادارې د ناولو اوبو د تخليې سيستم په جوړولو سره توانېدلې چې د ژوند په چاپېريال کې د ناولو اوبو له يو ځاى کېدو مخنيوى وکړي، خو له بده مرغه يو شمېر ادارې لا هم ناولې اوبه په چاپېريال کې تخليه کوي."
د چاپېريال ساتنې د ملي ادارې د نړيوالو اړيکو مرستيال وويل چې يو شمېر نورو دولتي ادارو هم دا سيستم په پام کې نيولى دى؛ خو د بوديجې ستونزه لري.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دولتي ادارې دې د چاپېريال ساتنې چارو په اړه يوه طرحه او منظم پلان د ماليې وزارت ته وړاندې کړي څو د ماليې وزارت قناعت ترلاسه کړي او هغوى ته پيسې اختصاص ورکړي.
مدقق زياته کړه، کومه تمه چې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د چاپېريال ستونزو ته د رسېدو په تړاو له دولتي ادارو درلوده ، لا يې هم د دې ادارې قناعت ترلاسه کړى نه دى.
نوموړي د دغه مطلب په څرګندولو سره چې خصوصي شرکتونه د ناولو اوبو د تخليه کولو لپاره بيولوژيکي سيستم لري، وويل چې بايد دولتي ادارې او لوړ پوړې ودانۍ له همدې سيستم څخه چې د هوا له ککړتيا څخه مخنيوى کوي، استفاده وکړي.
د هغه په وينا، هره دولتي اداره د خپلو ناولو اوبو د لېږد لپاره زياتې پيسې لګوي او بايد هڅه وشي چې د ناولو اوبو د تخليه کولو سيستم رامنځ ته کړي څو له يو اړخه د هوا کګړتيا مخه ونيول شي او له بل لوري هېواد لپاره بنسټيز کار ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د کم بيه سون توکو لکه د ډبرو سکرو، کاغذ، پلاستيک، بې کيفيته تېلو او ټايرونه څخه د کورونو په تودولو کې د استفادې پر مټ د راپورته شوو لوګيو له امله کابل ښار کې ډول ډول ناروغۍ خپرې شوې دي او ډاکتران ګواښ کوي که د ککړتيا مخنيوى ونه شي تر راتلونکې يوې لسيزې پورې به د سرطاني ناروغۍ د رامنځته کېدو لامل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن