لښکرګاه (پژواک، ۱۱ سلواغه ۹۴): د هلمند په مرکز لښکرګاه او نږدې سيمو کې د نيالګيو اېښودلو لړۍ پيل شوه چې په ترڅ کې به يې ۷۲ زره مېوه لرونکي او زينتي نيالګي کېښودل شي.
د هلمند والي ميرزا خان رحيمي د سلواغې په ١١مه په لښکرګاه کې د نيال اېښودو لړۍ د پيل پر مهال خبريالانو ته وويل چې دغه نيالګي ښاريان او په ولسواليو کې کروندګرو ته ورکول کېږي.
نوموړی له خلکو غوښتنه وکړه چې د نيالګيو په ساتلو کې مرسته وکړي او څوک پرې نه ږدې چې دغه نيالګي زيانمن کړي.
د هلمند د کرنې رياست د طبيعي زېرمو مدير ښاد محمد پژواک ته وويل چې د ۹۵ لمريز کال لپاره دوی ۷۲ زره نيالګي لري چې ۴۳ زره يې زينتي او ۲۸زره يې مېوه لرونکي دي او د وزارت د طرز العمل له مخې به ووېشل شي.
د هغه په وينا، ٢٠ زره نيالګي به د ښار د ښکلا لپاره ښاروالۍ ته ورکړل شي، څو په عامه ځايونو او پارکونو کې کېښودل شي.
ده وويل چې د نيالګيو قوريې يې يوازې په لښکرګاه کې جوړې کړې وې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن