ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د باميانو د مدني بنسټونو رول او موثريت پياوړى او بې بېلګې دى

د باميانو د مدني بنسټونو رول او موثريت پياوړى او بې بېلګې دى

author avatar
1 Feb 2016 - 15:57
د باميانو د مدني بنسټونو رول او موثريت پياوړى او بې بېلګې دى
author avatar
1 Feb 2016 - 15:57

باميان (پژواک، ١٢سلواغه ٩٤): په باميانو کې د مدني ټولنو فعاليت او رول د ټولو ولايتونو لپاره اغېزناک و او دوى د خپلو نمايشي او نوښتګرو خوځښتونو له لارې د ټولګټو پروژو په اړه د دولت د کمې پاملرنې په اعتراض کې د خلکو غږ اوچت کړى دى.

دوى په وروستۍ څه باندې يوې لسيزه کې لسګونه نمايشي او انتقادي حرکتونه ترسره کړي چې تر ټولو مشهور يې د بيا رغونې او سړکونو د جوړولو په برخه کې د دولت د نه پاملرنه په غبرګون کې په باميانو ښار کې د سړک د يوې برخې اخېړ کول وو.

د مدني ټولنو په نورو حرکتونو کې دا هم وو چې پنځه کاله وړاندې يې يوه خره ته چې د باميانو ښار ته څېرمه زرګران کلي ته يې تر ټولو ډېرې اوبه وړې وې، د قهرمانۍ مډال په غاړه کې ځوړند کړ.

دا د اوبو د ستونزې په اړه د اعتراض په توګه يو سمبوليک اقدام وو چې وروسته د اوبو رسولو ځينې پروژې عملي شوې، خو لا هم په کلو او لرو پرتو سيمو کې ګڼ شمېر خلک له خپلو خرو سره په اوبو پسې لالهاند ګرځي.

يو بل تر ټولو مشهور نمايشي او مدني حرکت د يوه ستر الکين (څراغ) جوړول او د باميانو ښار په څلورلارې کې د هغو لګول وو، څو څرګنده کړي چې خلک برېښنا نه لري او چارواکي بايد په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

يو بل مدني حرکت د برېښنا د نشتوالي په اړه د باميان پوهنتون د محصلينو لاريون وو چې په ترڅ کې يې د شپې لخوا باميانو ښار ته راغلل او خپل غږ يې اوچت کړ.

مدني بنسټونه وايي چې په پيل کې به يې چې کله مدني حرکتونه کول، له ګڼو ستونزو سره مخ وو، خلکو ورته د مسخرو په ډول کتل او حتى دوى ته به يې د ليونيانو او وزګارو خطاب کولو او د دوى د مدني خوځښتونو پر وړاندې به يې غبرګون ښودلو.

د باميانو سيمه ييزې ادارې هم مدني حرکتونو ته د خپل ځان پر وړاندې د اقدام يا تقابل په سترګه کتل او دا باور يې درلود چې مدني حرکتونو د حکومت د کمزوري کولو او يا مسخره کولو په موخه تر سره کېږي.

خو په وروستۍ يوه لسيزه کې د مدني فعاليتونو بنسټيز کېدلو، په دې ولايت کې عامه ذهنيت ته بدلون ورکړ او ټول پوهېږي چې مدين حرکتونه عدالت غوښتنه او يا د بې عدالتيو پر وړاندې يو ډول اعتراض او نيوکه وي.

دې فعاليتونو او خوځښتونو، باميان د هېواد په کچه د يوه نوښتې او بې بېلګې ولايت په توګه انځور کړى دى.

په باميانو کې د افغانستان د مدني بنسټونو د ټولنې (مجما) مشر حسين داد احمدي په دې باور دى چې له نېکه مرغه په باميانو کې رسنۍ، مدني فعالان او د بشري حقونو بنسټونه په وروستيو څو کلونو کې د نسبتا ديموکراتيک او ولسواک حکومت په رڼا کې ډېره وده کړې چې سترګې ترې نشې پټېدلى، د هېواد، سيمې او حتى نړۍ په کچه بديله بلل کېدلى شي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا خوځښتونه او فعاليتونه ورځ په ورځ مثبت خوځښت پيدا کوي او د خلکو ترمنځ يې ګڼ پلويان موندلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.