ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښار اوسېدونکي د ملي بسونو د فعاليت غوښتنه کوي

د کابل ښار اوسېدونکي د ملي بسونو د فعاليت غوښتنه کوي

author avatar
1 Feb 2016 - 17:48
د کابل ښار اوسېدونکي د ملي بسونو د فعاليت غوښتنه کوي
author avatar
1 Feb 2016 - 17:48

کابل (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٤): د کابل ښار يو شمېر اوسېدونکي، د دوى په سيمو کې د ښاري بسونو د فعاليت د نشتوالي او په دغه برخه کې د دولت له نه پاملرنې شکايت کوي، خو چارواکي بيا په دغه برخه کې د همکارۍ ژمنه کوي.

 د کابل ښار د نوي ښار، تايمني، وزير اکبرخان، مکروريانو، هوايي ډګر او په يو شمېر نورو سيمو کې  لکه دويمه، څلورمه، نهمه، لسمه او شپاړسمې ناحيو کې د ښاري بسونو د فعاليت د نشتوالي له امله د يادو سيمو اوسېدونکي له ډېرو ستونزو سره مخ شوي دي.

 د کابل ښار د قواي مرکز اوسېدونکي او د خصوصي پوهنتون يوه محصل محمد الماس، د ښار په واټونو کې له ګڼې ګوڼې څخه د اندېښنې په څرګندولو سره وويل، چې دولت په حقيقت کې ياد کار ته هيڅ پاملرنه نه ده کړې.

 هغه زياته کړه: "زه هره ورځ له قواى مرکز څخه نوي ښار ته د خپلې دندې ځاى ته ځم، په دغه لاره کې ښاري بسونه نشته، مجبور يم چې يا په ټکسي او يا په ټونس کې لاړ شم، چې له اقتصادي اړخه راته ګران پريوځي."

 دغه محصل د jرانسپورټ له وزارت په ځانګړي ډول د ملي بس له رياسته غوښتنه وکړه، څو په دغه لاره باندې هم د بسونو فعاليت پيل کړي.

د کلا فتح الله يوې اوسېدونکې ٤٠ کلنې مېرمنې امنې وويل، چې خپل ړنده لور هره ورځ له خپل کور څخه په نوي ښار کې يوه شخصي پوهنتون ته بيايي.

 ياده مېرمن چې څلور نور اولادونه هم لري، وايي: "هره ورځ له ٥٠ څخه تر ٨٠ افغانۍ پورې د موټرونو کرايه ورکوم، زموږ اقتصادي وضعيت ښه نه دى."

 نوموړې پژواک ته وويل، که څه هم د خپلو بچيانو د تحصيل د دوام ډېره لېواله ده، خو دا ډول وضعيت بيا هغه ډېرى وخت ځوروي او له ځان سره وايي، که چېرې يادې ستونزې حل نه شي نو د خپلې لور د تحصيل دوام به ودروي.

 هغې زياته کړه: "د سعيدې لور مې يوازېنۍ هيله دا ده، چې خپل تحصيل ته دوام ورکړي."

 هغې دغه راز له اړونده چارواکو وغوښتل، چې د تونس او ټکسي سربېره د دغې لارې په اوږدو کې د څو ملي بسونو فعاليت هم پيل کړي.

 سرور د قلعه وزير اباد  يو ٢١ کلن ځوان دى، چې هره ورځ له يادې سيمې څخه تر نوي ښار پورې د خپل کاري فعاليت لپاره تګ او راتګ کوي.

 نوموړى چې د خپلې اووه کسيزې کورنۍ يوازېنى سرپرست دى او د نخودو په پلورلو سره خپل کار پر مخ وړي، وويل: "زه په يوه مياشت کې په ٥٠٠٠ افغانۍ عوايد لرم، چې هره ورځ يوازې زما د تګ راتګ کرايه سل افغانۍ کېږي، زه له دې حکومت غواړم چې زموږ بېچاره ګانو غږ واوري."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.