ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ افغان الف لوبډلې زمبابوې ته ماتې ورکړه

د کرکټ افغان الف لوبډلې زمبابوې ته ماتې ورکړه

author avatar
1 Feb 2016 - 20:24
د کرکټ افغان الف لوبډلې زمبابوې ته ماتې ورکړه
author avatar
1 Feb 2016 - 20:24

کابل (پژواک ١٢ سلواغه ٩٤): د افغانستان کرکټ بورډ په کوربه توب په هند کې د افغانستان الف او زمبابوې الف لوبډلو ترمنځ دوهمه یوه ورځینۍ سیالي هم د افغان الف لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېده.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د سلواغې په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نننۍ لوبې پچه د افغان الف لوبډلې لوبډلمشر وګټله او سیالې لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

ده زياته کړه، د زمبابوې الف لوبډلې د سیالۍ په شپږڅلوېښتم اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره افغان الف لوبډلې ته د ۲۱۵ منډو هدف ورکړ.

د هغه په وينا، د افغان توپ اچوونکو له لوري عبدالله عادل ۴ او جاوېد احمدي ۳ لوبغاړي وسوځول.

هوتک وايي، ملي الف لوبډلې ورکړل شوی هدف د سیالۍ په څلورڅلوېښتم اور کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ، چې له ډلې یې نجیب ترکي ۱۲۶ ناسوځېدلي او عمران جنت ۴۳ منډې جوړې کړې.

نجیب ترکی د سیالۍ غوره لوبغاړی ټاکل شوى دى.

تردې وړاندې د دې دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه هم افغانستان ګټلې وه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.