ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې معلوماتو ته د لاسرسي قانون د پلې کېدو په موخه کمېسیون جوړ شو

هلمند کې معلوماتو ته د لاسرسي قانون د پلې کېدو په موخه کمېسیون جوړ شو

author avatar
1 Feb 2016 - 16:15
هلمند کې معلوماتو ته د لاسرسي قانون د پلې کېدو په موخه کمېسیون جوړ شو
author avatar
1 Feb 2016 - 16:15

لښکرګاه (پژواک، ۱۲ سلواغه ۹۴): په هلمند ولايت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د پلي کېدو په موخه  ولایتي کمېسیون جوړ شو.

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون تېر کال ولسي جرګې تصويب او د مشرانو جرګې تر تاييد وروسته ولسمشر محمد اشرف غني توشېح کړ.

دغه قانون ٣٢ مادې او شپږ فصله دى چې له مخې يې ټولې حکومتي سرچينې اړې دي چې له اړتيا سره سم رسنيو ته معلومات ورکړي.

د اړوندې موضوع په اړه د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رييس علي شاه مظلومیار پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې هم اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د پلي کېدو په موخه کمېسيون جوړ شو.

هغه وايي، دغه کمېسيون به ټولې هغه ستونزې حل کړې چې د معلوماتو د لاسته راوړنې په برخه کې رسنۍ ورسره مخ دي.

هغه وويل: ((ډېرى وخت به خبریالانو د بېلابېلو ارګانونو د مطبوعاتو له مسوولینو شکایتونو کول، یا خو يې پر وخت معلومات نه ورکول او یا يې هم  له خبرو کولو وسره ډډه کوله.))

خو ده وويل چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون تر جوړېدو وروسته به دغه ستونزه تر ډېره بريده کمه شي.

دغه راز د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ولایتي مشر  محمد بلال صدیقي هم وویل چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون تر توشېح وروسته ټول ارګانونه اړ دي چې په وخت رسنيو ته معلومات ورکړي.

ده وويل: ((يواځى د کمېسيون جوړېدل کفايت نه کوي، دغه کمېسيون بايد با صلاحيته وي او هغو ادارو  دې دقیقې څېړنې وکړي  چې له اطلاعاتو ورکولو ډډه کوي او یا هم نا سم معلومات ورکوي.))

په هلمند کې د ازادي راډيو خبريال محمد الياس داعي پژواک ته وويل چې  په دغه ولايت کې ډېری وخت مسوولين رسنيو ته د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.

خو ده هيله وښوده چې د نوي کمېسيون په جوړېدو سره به دغه ستونزې هوارې شي.

دغه راز د سباوون خصوصي تلويزيون خبريال روح الله روحاني هم وايي چې مسوولين په پر وخت او کره معلومات نه ورکوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.