ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ګيلان کې ځانمرګي بريد اته  تنه ټپيان کړل

په ګيلان کې ځانمرګي بريد اته تنه ټپيان کړل

author avatar
1 Feb 2016 - 14:19
په ګيلان کې ځانمرګي بريد اته  تنه ټپيان کړل
author avatar
1 Feb 2016 - 14:19

غزني ښار (پژواک، ۱۲ سلواغه ۹۴): د غزني د ګيلان ولسوالۍ امنيه قوماندان له يوه ځانمرګي بريده روغ وتلى، خو په دې پېښه کې اته تنه ټپيان شوي دي  خو طالبان بيا وايي چې دغه پېښه ځانمرګې بريد نه دى.

د ګيلان امنيه قوماندان سمونوال لطف الله کامران د سلواغې په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد نن غرمه ١٢ بجې پر نوموړي د ګيلان ولسوالۍ په بازار کې شوى دى.

هغه زياته  کړه چې دى په خپله له بريده روغ وتلى خو ملکي کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

ده وويل: ((زموږ موټر تېر شو بيا ځانمرګی بريد وشو، زما ساتونکو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى‌.))

کامران وايي، ځانمرګی بريد ګر پر موټرسايکل سپور و او د ده موټر ته يې نږدې چاودنه ورکړې ده.

دى وايي چې په دې پېښه کې د يوې مېرمن په ګډون اته ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

امنيه قوماندان وويل چې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت ښه نه دى.

د نور الرحمن په نوم يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل چې چاودنه ډېره زوروره وه، خو دا چې په بازار کې د خلکو ګڼه ګوڼه کمه وه، نو ځکه يې تلفات کم و.

نوموړی وايي: ((کله چې د قوماندان موټر تېر شو نو چاودنه وشوه.))

د غزني ګيلان ولسوالۍ  د غزني ښار سوېل ته په ۱۳۰ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده چې له زابل ولايت سره ګډه پوله لري او د دې ولسوالۍ يو شمېر سيمې د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په ګيلان ولسوالۍ کې ځانمرګى بريد نه دى ترسره شوى.

هغه وايي چې دغه بريد امنيتي ځواکونو د ځان د لاسته راوړنو په موخه کړى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.