ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې ځانمرګي بريد ٣٠ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

کابل ښار کې ځانمرګي بريد ٣٠ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

author avatar
1 Feb 2016 - 13:50
کابل ښار کې ځانمرګي بريد ٣٠ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
author avatar
1 Feb 2016 - 13:50

دويم تعقيب – کابل ( پژواک، ١٢ سلواغه ٩٤ ): د کورنيو چارو وزارت وايي چې نن له غرمې وروسته ځانمرګي بريد کې چې د نظم عامه پوليسو قوماندانۍ دروازه کې وشو  لس کسان په کې ووژل شول او ٢٠ نور ټپيان دي.

د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي مرستيال سترپاسوال ايوب سالنګي په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې ددې پېښې ډير قربانيان ملکي کسان دي.

دا پښه نن له غرمې  وروسته شاوخوا ١:٤٠ بجې رامنځ ته شوه چې مرګ ژوبله او زيانونه يې اړولي دي.

 د کورنيو چارو وزارت د عامه نظم او امن عمومي قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول جاويد نيازي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ځانمرګي بريدګر غوښتل د مراجعينو له دروازې څخه د عامه نظم او امن پوليسو قوماندانۍ ته دننه شي چې د پوليسو له خوا ودرول شو.

نوموړي زياته کړه، چې ځانمرګي په ځان پورې تړلي چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه چې له امله يې د عامه نظم او امن د قرارګاه رياست د لومړي ټولي د مرستيال په ګډون څو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

وسله والو طالبانو د ياد شوي بريد مسووليت منلى دى.

د يادې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دغه بريد د کندوز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ د يوه اوسيدونکي لخوا ترسره شوى دى.

دى وايي چې په دې بريد کې د ٤٠ په شاوخوا کې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ولسمشر اشرف غني او اجرايه رييس ډاکټر عبدالله دواړو ياده پېښه په کلکو ټکو غندلې ده.

 

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.