ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د سړک رغونې يوه پروژه ګټې اخيستو ته وسپارل شوه

کابل کې د سړک رغونې يوه پروژه ګټې اخيستو ته وسپارل شوه

author avatar
1 Feb 2016 - 20:34
کابل کې د سړک رغونې يوه پروژه ګټې اخيستو ته وسپارل شوه
author avatar
1 Feb 2016 - 20:34

کابل (پژواک ١٢ سلواغه ٩٤): د کابل ښار د کارته ٣ او کارته ٤ سرک، چې د نړيوال بانک په مرسته رغول شوى، نن ګټه اخيستو ته وسپارل شو.

د کابل ښاروالۍ سرپرست محمد اسلم اکرمي چې د يادې پروژې د پرانيستې په مراسمو کې يې ګډون درلود، وويل، دغه واټ چې شاوخوا ٣،٥ کيلومټره اوږدوالى لري، د تېرو ٢٢ مياشتو په موده کې جوړ شوى دى.

د هغه په وينا، د دغې پروژې کابو ٤،٥ ميليون ډالره لګښت د افغانستان د بيارغونې لپاره د وجهي صندوق (ARTF) له لارې چې د نړيوال بانک له لوري يې مديريت کېږي، لګول شوى دى.

اکرمي زياته کړه، دغه واټ ١٥ متره پلنوالى او ٤ متره پلې لاره لري او د سړک غاړې ويالې، ګلدانونه، برېښنايي څراغونه، د شپې پر مهال ليدونکې علامې او کټارې لري.

د ملي يووالي حکومت د اجرايي رياست لومړى مرستيال او سرپرست محمد خان په دغو مراسمو کې ګډون درلود، وويل چې دغه واټ د ښار په مرکز کې له مهمو لارو څخه بلل کېږي، چې په ګټې اخيستو سره يې په دغه برخه کې د خلکو ډېرې ستونزې حل شوې دي.

هغه زياته کړه: "د کابل ښار زموږ ګډ کور دى او اړتيا ده چې د ساتنې او پاکولو په برخه کې يې د خپل کور په څېر ونډه واخلو."

د حکومت د اجرايي رياست سرپرست دغه راز پر ښاروالۍ باندې د کابل ښار واټونو پر ناوړه وضعيت نيوکه وکړه او په ځانګړي ډول يې د بارانونو پر مهال د اوبو ډنډ کېدل يې د سرکونو د ويجاړېدو اصلي لامل وباله.

خو د ښاروالۍ سرپرست وويل، يادې ادارې په روان کال کې له سل کيلومټره زيات سړک پوخ کړى دى او په پام کې لري، چې راتلونکى کال ١٢٠ کيلومټره نوره واټونه هم قير کړي.

محمد اکرم اسلمي د اوبو د ډنډ کېدو ستونزې ته په اشارې سره وويل، د وزيراباد کانال د جوړولو تدارکاتي چارې چې د ښار ناولې اوبه له ښاره بهر باسي، وروستۍ شوې او د راتلونکي کال له وري مياشتې وروسته به يې د ١٨ ميليون افغانيو په لګښت عملي کار پيل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.