ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عمران خان: طالبان دې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېني

عمران خان: طالبان دې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېني

author avatar
2 Feb 2016 - 13:36
عمران خان: طالبان دې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېني
author avatar
2 Feb 2016 - 13:36

کابل (پژواک، ١٣ سلواغه ٩٤): د پاکستان د تحريک انصاف سياسي ګوند مشر عمران خان  پر افغان طالبان ټينګار کړى چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېني.

هغه چې له يوې امريکايي رسنۍ سره يې مرکه کړې، ويلي چې جګړه د حل لاره  نه  ده، وسله طالبان دې د سولې د خبرو اترو مېز ته راشي او له حکومت سره خبرې وکړي.

د نوموړي په وينا، جګړه خلک ناسم لوري ته بيايي او اړوند اهداف خلک نه شي ترلاسه کولى.

عمران خان ويلي چې داعش وسله واله ډله پر عراق د امريکا د يرغل له امله رامنځته شوې ده.

د يادونې ده، عمران پخوا په افغانستان کې د جهاد د روا والي په اړه څرګندونې کړې وې چې له امله يې په افغانستان کې خلک ورته په بده سترګه ګوري.

هغه د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانى لوبغاړلى او لوبډلمشر و چې له کرکټ څخه تر تقاعد وروسته د سرطان روغتون يې جوړ کړ او بيا يې سياست ته مخه کړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.