کندهار( پژواک، ١٣ سلواغه ٩٤): د کندهار - سپين بولدک پر لويه لاره په يوه ترافيکي پېښه کې د يوې کورنۍ ٣ غړي مړه او ٣ نور ټپيان شول.
پېښه نن له غرمې وروسته په شاوخوا دوو نيمو بجو د دې ولايت تخته پُل ولسوالۍ ته څېرمه وشوه.
د کندهار د ترافيکو مدير سمونوال محمد الله خان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يو فيلډر موټر چې له کندهار ښار څخه سپين بولدک ولسوالۍ ته روان و، د تېز تګ له امله له سړکه اوښتى او چپه شوى دى.
هغه زياته کړه، په دې پېښه کې د يوې کورنۍ ٣ غړي (دوې مېرمنې او يو ماشوم) وژل شوي او درې نور (دوې مېرمنې او موټر چلوونکى) ټپيان شوي دي.
دى وايي، د ترافيکي پېښو د څېړنې ډله سيمې ته تللې او روغتون ته د ټپيانو په لېږد کې يې مرسته کړې ده.
د ده په خبره، دغه پېښه د بې احتياطۍ او ګړندي تګ له امله شوې ده.
د ترافيکو مدير وويل، موټر چلوونکى چې په دې پېښه کې ټپي شوى، ويلي چې مړه شوي او ټپيان د يوې کورنۍ غړي دي او څو ورځې مخکې کندهار ښار ته د خپلو دوستانو د واده په مراسمو کې د ګډون لپاره راغلي وو.
دى وايي، هغوى له کندهار ښاره نن بيرته سپين بولدک ته روان وو چې په لاره کې يې موټر واوښت او دغه پېښه وشوه.
د کندهار د ميرويس روغتون يوه ډاکټر پژواک ته وويل چې له دې پېښې ورته د دوو مېرمنو په ګډون درې ټپيان وروړل شوي چې د ځينو روغتيايي حالت اندېښمن دى.
پر لويو لارو ډېرې ټرافيکي پېښې د بې احتياطۍ او ترافيکي اصولو د نه مراعتولو له کبله کېږي، چې ډېر مهال په کې ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن