ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حنیف اتمر ترکیې ته په رسمي سفر روان شو

حنیف اتمر ترکیې ته په رسمي سفر روان شو

author avatar
3 Feb 2016 - 11:44
حنیف اتمر ترکیې ته په رسمي سفر روان شو
author avatar
3 Feb 2016 - 11:44

کابل (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٤): د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمدحنيف اتمر په يو دوه ورځني رسمي سفر ترکيې ته روان شو.

د  ملي امنيت شورا وياند تواب غورځنګ د سلواغې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه سفر په ترڅ کې به حنيف اتمر د سلواغې په ١٥مه او ١٦مه له خپل ترکي سيال سيف الله هاشم اوغلو سره چې د دغه هېواد د ملي امنيت شورا سکرتر هم دی، وګوري.

هغه زياته کړه چې د دې تر څنګ به د ملي امنيت شورا سلاکار د هغه هېواد د دفاع او کورنيو چارو له وزيرانو، د استخباراتو له عمومي مشر او د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست سره هم وويني.

غورځنګ وايي، د دغه سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو د سياسي اړيکو او امنيتي همکاريو پر پراختیا او د ناټو په چوکاټ کې له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د ترکيې د مرستو پر دوام خبرې کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.