ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د پښتورګو روغتون به تر څلورو میاشتو فعال شي

author avatar
3 Feb 2016 - 16:08
author avatar
3 Feb 2016 - 16:08

جلال اباد (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٤): چارواکي وايي چې په ننګرهار کې د پاکستان په مرسته جوړ شوى د پښتورګو ملي روغتون به په راتلونکو څلورو مياشتو کې فعال شي.

دغه روغتون څو کاله مخکې د پاکستان په مرسته جوړ شوى، ودانۍ يې لا پخوا جوړه شوې، خو د امکاناتو، وسايلو او ډاکترانو د نشتوالي له امله يې کارونه ځنډېدلي وو.

د دغه روغتون د فعالولو په موخه د سلواغې په ١٤مه په جلال اباد ښار کې د عامې روغتيا رياست له خوا له ٣٦٠ روغتيايي کارکوونکو څخه ازموينه واخيستل شوه.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب الله  کامه وال د ازموينې اخيستو پر مهال پژواک اژانس ته وويل، له يادو کسانو څخه به ٨٧ تنه ټاکل کېږي چې تر لنډمهاله لومړنيو زده کړو وروسته په ياد روغتون کې پر دندو وګومارل شي.

ده زياته کړه: "دغه کسان چې د دريو مياشتو لپاره د روزنې په موخه پاکستان ته ځي، ۳۴ کسه په کې ډاکټران، همدومره يې نرسان او ۱۹ کسان يې تخنيکي کارکوونکي دي."

کامه وال هيله څرګنده کړه چې تر ازموينې وروسته دې د پاکستان حکومت ژر تر ژره دغو کسانو ته ويزې ورکړي چې کارونه يې ونه ځنډېږي.

د ننګرهار والي سليم کندوزي خبريالانو ته وويل، د دغو کسانو د روزنې له بشپړېدو سره سم به د پښتورګو روغتون تر راتلونکو دريو يا څلورو مياشتو پورې فعال کړي.

نوموړي له پاکستانه دا هم وغوښتل چې دغه روغتون ته دې ژر وسايل ورکړي.

په ننګرهار کې د پاکستان کونسل فرمان الله يوسفزي ډاډ ورکړ چې دغو کسانو ته به ډېر ژر ويزې ورکړي او هغه تجهيزات چې اړتيا يې ليدل کېږي، روغتون ته ولېږدوي.

نوموړي زياته کړه، دغه روغتون يې په ۲۰۰۸زېږديز کال افغان حکومت ته سپارلی و، خو بيا څه ستونزې پيدا شوې او چارې يې همداسې پاتې شوې.

خو نوموړي يادې ستونزې په ډاګه نه کړې.

د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري هم له پاکستاني چارواکو په کلکه غوښتنه وکړه، چې دغه روغتون ډېر ژره فعاله کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.