ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ضمير: د خوست کرنې او مالدارۍ ته پاملرنه زياتوو

ضمير: د خوست کرنې او مالدارۍ ته پاملرنه زياتوو

author avatar
3 Feb 2016 - 18:48
ضمير: د خوست کرنې او مالدارۍ ته پاملرنه زياتوو
author avatar
3 Feb 2016 - 18:48

خوست (پژواک ١٤ سلواغه ٩٤): د کرنې او مالدارۍ وزير وايي، د خوست د شته ښې اب و هوا په درلودلو سره غواړي، په دې ولايت کې د کرنې او مالدارۍ برخې ته پاملرنه زياته کړي.

د کرنې او مالدارۍ وزير اسدالله ضمير دغه څرګندونې نن د سلواغې په ۱۴مه خوست ته د خپل سفر په ترڅ کې يوې غونډې ته وکړې، چې د خوست والي حکم خان حبيبي ترڅنګ يو شمېر نورو چارواکو په کې ګډون کړی و.

د کرنې وزير وويل، دوی په پلان کې لري، چې په ۱۳۹۵ لمريز کال کې د خوست مرکز په ګډون په درېيو اسمعيل خيل مندوزي، نادرشاه کوټ او ګربزو ولسواليو کې دوه مهمې برنامې چې د باغدارۍ او مالدارۍ او د کرنې د ودې او د کليو د پراختيا يا CARD-Fڅخه عبارت دي، پلې کړي.

ده زياته کړه، د باغدارۍ او مالدارۍ ملي برنامه کې د نورو پروګرامونو ترڅنګ په دوه زره پنځه سوه جريبه ځمکه کې د نويو باغونو له جوړولو سربېره يو شمېر پخواني باغونه هم له سره ورغول شي.

د هغه په وينا، د زراعت د نويو لارو چارو د معرفي کولو لپاره به د همدغې ملي برنامې له مخې په لس جريبه ځمکه کې نمايشي باغونه جوړ او په هغه کې به د نويو نيالګيو د ايښودولو روزنه او ترويج ترسره کېږي.

دى وايي، د دغې برنامې په ترڅ کې به د پنځوس سلنې په تخفيف سره په باغوانانو او بزګرانو باندې د باغدارۍ وسايل، شل زره کيلوګرامه کيمياوي سره او درې زره کيلوګرامه د ریشکې اصلاح شوي تخمونه هم ووېشل شي.

د کرنې وزير وويل، بله مهمه برنامه چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې په ۱۳۹۵ لمريز کال کې به په دې ولايت کې پلې شي، هغه د کرنې د ودې او د کليو پراختيا يا CARD-Fبرنامه ده.

د ده په خبره، په دغه برنامه کې د سلو شنو خونو جوړول، د ۱.۱۴ ميليونه هګيو د ظرفيت په درلودلو سره د چرګانو د زېږون د يوه فارم جوړول، د ۱.۸ ميليونه د چرګوړو د اېستلو د يوه تخنيکي فارم جوړول، د چرګانو د خوښې د توليد شلو فارمونو جوړول، چې د شپږ سوه زره د چرګانو د توليد ظرفيت به ولري، د ژونديو چرګانو او د هغوی د هګيو د بازار پيدا کولو لپاره په ښار کې د شلو دوکانونو جوړول، د چرګانو د روزنې په برخه کې د يوه روغتيايي مرکز جوړول او د شاتو د مچيو د سلو روزنيزو فارمونو جوړول شامل دي.

ضمير وايي: ((دا برنامه د خوست مرکز په ګډون په شپږو ولسواليو کې پلې کېږي، چې درې برخو کې کار کوي؛ يو د سبزيجاتو يا د شنو خونو په جوړولو کې، دويم د چرګانو په روزنه او درېيم د شاتو د مچيو په روزنه کې. همدارنګه د کرنې او مالدارۍ وزارت پلان لري، چې د شاتو د پروسس او بسته بندی لپاره يوه فابريکه هم په خوست ولايت کې جوړه کړي)).

نوموړي يادې شوې غونډې ته په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي برنامه د نړيوال بانک او د کرنې د ودې او د کليو د پراختيا يا CARD-F . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.