لښکرګاه (پژواک، ۱۴ سلواغه ۹۴): د هلمند چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت لپاره د بهرنيو ځواکونو مرسته اړينه ده.
د هلمند د ولایتي شورا د امنیتي کمېټې مشر بشیر احمد شاکر د سلواغې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې پرله پسې جګړو خلک اندېښمن کړي دي.
د هغه په اند چې د جګړې د مهارېدو لپاره اړینه ده د افغان امنيتي ځواکونو تر څنګ بهرني ځواکونه هم برخه واخلي.
ده زياته کړه: ((که څه هم پر دې نه پوهېږم چې بهرني ځواکونه دې ولایت ته خپل تازه دمي سرتېري بیا رالېږي، مرسته کوي او که نه؟ خو په اوسنيو حالاتو کې د افغان امنيتي ځواکونو تر څنګ د دې اړتیا شته چې د بهرنیو ځواکونو امکانات هم د دولت د وسله والو مخالفینو پر ضد وکارول شي.))
نوموړي دا هم وويل، له يوې خوا په دغه ولايت کې وسله والو طالبانو خپل فشارونه ډېر کړي او له بل پلوه د امنيتي ځواکونو تر منځ اړينه همغږي هم نشته.
شاکر وايي، افغان امنيتي ځواکونه بايد نور وخت د پلانونو په جوړولو تېر نه کړي او د امنيت د ټينګښت لپاره بايد عملي ګامونه پورته کړي.
دغه راز د هلمند د ولايتي شورا مرستيال عبدالمجید اخندزاده هم په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت لپاره د بهرنيو ځواکونو شتون اړين بولي.
خو هغه وايي: ((بهرني ځواکونه که بيا په هلمند کې خپل عمليات پيلوي، نو له تېرو تجربو بايد ګټه پورته کړي او د عامو خلکو د تلفاتو مخنيوى بايد وکړي.))
ده ټينګار وکړ چې هر څه ژر بايد په دغه ولايت د وسله والو مخالفينو پر وړاندې پوځي عمليات پيل شي؛ ځکه چې مخالفين د اکمالاتو په بشپړولو بوخت دي.
د هلمند والي ميرزاخان رحيمي هم پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت لپاره د بهرنيو شتون ګټور تمامېږي.
هغه زياته کړه، په هلمند کې د بهرنيو ځواکونو شتون له افغان ځواکونو سره په روزنې او هوايي بريدونو کې کافي مرسته کولى شي.
والي دا هم وويل چې په دغه ولايت د بهرنيانو شتون وزګارو ځوانانو ته د کار د زمينې په برابرولو کې هم مرسته کولى شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن