ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد کې چاودنې ١٦ تنه ټپيان کړل

جلال اباد کې چاودنې ١٦ تنه ټپيان کړل

author avatar
4 Feb 2016 - 14:51
جلال اباد کې چاودنې ١٦ تنه ټپيان کړل
author avatar
4 Feb 2016 - 14:51

جلال اباد (پژواک، ١٥ سلواغه ٩٤) : د ننګرهار ولايت په جلال اباد ښار کې د يوې چاودنې له امله ١٦ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د سلواغې په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن غرمه مهال شاوخوا دوولس بجې وشوه.

هغه زياته کړه، چې د جلال اباد ښار د دويمې ناحيې اړوند د ګمرک جومات ته څېرمه د علي بابا خصوصي شرکت اړونده په يوه موټر کې لاسي بم موندل شوى و.

د نوموړي په وينا، د ياد شرکت کارکوونکو هڅه کوله چې دا بم شنډ کړي، چې پرې چاودېدلى دى.

خوږياڼي وويل چې په دې چاودنه کې د درېيو ماشومانو په ګډون ١٦ تنه ټپيان شوي، چې ملکي روغتون ته وړل شوي دي.

د نسيم الله په نامه د پېښې يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل چې نامعلومو کسانو د علي بابا شرکت په موټر کې لاسي بم ايښى و.

د هغه په وينا، کله چې د کارکوونکوا لخوا دغه بم شنډېده، نو د ماشومانو په ګډون يې ګڼ شمېر کسان نندارې ته ولاړ وو.

د ننګرهار د ملکي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل، چې دوى ته يو شمېر ټپيان راوړل شوي وو چې تر لومړنۍ درملنې وروسته يې ځينې رخصت شوي دي.

خو سرچينې د يوه ټپي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وباله.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.