ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر د ارګ د تشريفاتو رييس له دندې لرې کړ

ولسمشر د ارګ د تشريفاتو رييس له دندې لرې کړ

author avatar
4 Feb 2016 - 13:18
ولسمشر د ارګ د تشريفاتو رييس له دندې لرې کړ
author avatar
4 Feb 2016 - 13:18

کابل (پژواک، ١٥ سلواغه ٩٤): وروسته له هغه چې د ارګ د تشريفاتو  رييس پرون په کندهار کې ددغه ولايت د ولايتي شورا له رييس سره شخړه کړې وه، ولسمشر اشرف غني هغه له دندې لرې کړ.

له ارګ څخه د سلواغې په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې  پرون کندهار ته د ولسمشر د  سفر په جريان کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د تشريفاتو مسوول د کندهار د يوه مشر پر وړاندې عکس العملي او ناسم  چلند وکړ، چې ولسمشر له دې چلند څخه متاثر شو.

سرچينې زياته کړې، دا چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د هر افغان او په ځانګړي ډول د تاريخي کندهار د مشرانو عزت، شان او درناوی خپل عزت بولي، په همدې دليل ولسمشر دغه حکومتي مسوول له کار څخه لرې کړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر ټينګار کوي چې حکومت د خلکو خادم او خدمتګار دی او له دې امله ټول حکومتي کارکوونکي بايد د خلکو تر منځ ارتباطي پول، خلکو او په ځانګړي ډول د هېواد مشرانو ته د درناوي عالي نمونې وي.

پرون کندهار ته د ولسمشر د سفر پر مهال د غونډې په جريان کې د ارګ د تشريفاتو د رييس نسيم شريفي او د کندهار د ولايتي شورا د مشر حاجي سيد جان خاکرېزوال تر منځ شخړه وشوه او خاکرېزوال له غونډې ووت.

 

شخړه د غونډې په نيمايي کې په اجنډا کې د احمدشاه سپر په نوم د يوه ويناوال د نوم د نه شاملولو پر سر وشوه.

يوې باوري سرچينې پژواک خبري اژانس ته ويلي و ، د ارګ د تشريفاتو رييس محمد نسيم شريفي غوښتل د کندهار يو مدني فعال احمد شاه سپر د ويناوالو په ليست کې شامل کړي، خو د کندهار د ولايتي شورا رييس حاجي سيد جان خاکرېزوال يې مخالفت کاوه.

 

 احمدشاه سپر د کندهار د مدني فعالانو له ډلې څخه دى، چې د ټاکنو پر مهال د تحول او تداوم ټيم غړى و او تل په خپلو تبصرو او څرګندونو کې په اداره کې د فساد او نورو ستونزو په اړه نيوکې کوي.

 

دغه سرچينه وايي، د دواړو لورو تر منځ شخړه هغه مهال په فزيکي چلند بدله شوه  چې د ولايتي شورا رييس د ارګ د تشريفاتو رييس ته څو ځلې بد رد وويل او هغه يې عکس العمل ښودلو ته  مجبور کړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.