ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې د ۱۲۰ ميلیونه افغانيو په لګښت پروژې پلې کيږي

پکتيا کې د ۱۲۰ ميلیونه افغانيو په لګښت پروژې پلې کيږي

author avatar
4 Feb 2016 - 17:11
پکتيا کې د ۱۲۰ ميلیونه افغانيو په لګښت پروژې پلې کيږي
author avatar
4 Feb 2016 - 17:11

ګردېز(پژواک،١٥سلواغه٩٤): دکرنې او مالدارۍ وزير وايي چې په راتلونکي کال کې به په پکتيا ولايت کې د۱۲۰ ميلیونه افغانيو په لګښت بېلابېلې پروژې پلې کړي.

نوموړي دغه څرګندونې په هغه غونډه کې وکړې ،چې د سلواغې په ١٥مه دپکتيا ولايت په مقام کې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزير اسدالله ضمير وويل چې په راتلونکي کال کې به د دې ولايت په پنځو ولسواليو کې د ١٢٠ ميليونه افغانيو په لګښت لسګونه رغنيزي پروژې پلې کړي.

ده وويل چې په دې پروژو کې د باغونو جوړنه ، سربندونه، کشمش خونې، شنې خونې او د چرګانو فارمونو جوړول شامل دي.

ضمير وايي په پام کې لري چې په راتلونکي کال کې په پکتيا کې د څارويو د درملنې په موخه دوه ګرځنده کلينيکونه هم جوړ کړي.

په دې غونډه کې قومي مشر حاجي خواني جهاني د کرنې او مالدارۍ له وزارت څخه غوښتنه وکړه چې د دې ولايت د ځنګلونو ساتنې او نورو برخو ته ډيره پاملرنه وکړي.

ده له ياد وزارت څخه وغوښتل چې د پکتيا بزګرانو ته په وخت اصلاح شوي تخمونه ورکړي او په دې برخه کې ځينې نورې اسانتياوې هم ورته برابرې کړي.

په ياده غونډه کې د پکتيا والي نصرت الله ارسلا وويل چې د دې ولايت امنيتي ځواکونه چمتو دي  چې په دې ولايت کې د هر پلې کېدونکې پروژې امنيت په کلکه وساتي.

ده د کرنې له وزارت څخه غوښتنه وکړه چې د پکتيا ولايت د بزګرانو حاصلاتو ته دې بازار هم پيدا کړي.

د يادونې ده چې د کرنې او مالدارۍ وزير په خپل دې سفر کې په مرکز ګردېز او سيدکرم ولسوالۍ کې د پروسس دوه مرکزونه هم پرانيستل.

پر يادو مرکزونو ٣٠ ميليونه افغانى لګښت شوى او بوديجه يې د همدې وزارت له لوري ورکول شوې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.