ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان کرکټ د نولس  کلنو ملي لوبډلې فيجي ته ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ د نولس کلنو ملي لوبډلې فيجي ته ماتې ورکړه

author avatar
5 Feb 2016 - 15:09
د افغانستان کرکټ د نولس  کلنو ملي لوبډلې فيجي ته ماتې ورکړه
author avatar
5 Feb 2016 - 15:09

کابل(پژواک،١٦سلواغه٩٤): دافغانستان د نولس کلنو ملي لوبډلې د نړيوال جام سياليو په ترڅ کې د فيجي هېواد لوبډلې ته د ۲۲۶ منډو په توپير ماتې ورکړه.

د افغانستان د کرکټ بورد وياند فريد الله هوتک د سلواغې په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نولس کلنو نړيوال جام سياليو په ترڅ کې نن افغان لوبډلې د فيجي د نولس کلنو لوبډلې پروړاندې لوبه وکړه.

هغه وويل چې د  لوبې پچه د فيجي لوبډلمشر وګټله او افغان لوبډله يې توپوهنې ته راوبلله.

دى وايي چې د افغانستان د نولس کلنو ملي لوبډلې د سيالۍ په ټولو پنځوسو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۴۰ منډې جوړې او سيالې لوبډلې ته يې د ۳۴۱ منډو هدف ورکړ چې له ډلې يې کريم جنت ۱۵۶ او پرويز ملکزي ۷۴ منډې جوړې کړې.

هوتک وايي چې فېجي لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شواى کړاى او ټوله لوبډله يې د سيالۍ په ۳۱ اورونو کې د ۱۱۴ منډو په جوړولو سره وسوځېده.

د هغه په وينا، د افغان لوبډلې د توپ اچوونکو له لوري نجات مسعود او راشد ارمان درې درې او مسلم موسی او ظاهر خان دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی کريم جنت ونومول شو.

دغه راز د کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش وايي : (( زموږ نولس کلن ملي لوبغاړي په نړيوال جام سياليو کې په لوبېدو سره موږ ته وياړ رابښي او ډاډمن يو چې د سياليو په ترڅ کې به د غوره مقام په اخيستلو سره راتلونکي نړيوال جام سياليو کې خپل ګډون ډاډمن کړي.))

دغه راز د کرکټ بورد اجراييوي رييس شفيق الله ستانکزی وايي : (( زموږ نولس کلن  ملي لوبغاړي زموږ د راتلونکې ملي لوبډلې لپاره د يوې غوره حمايوي قوې په توګه ځليږي او موږ ته د پرمختګ ډاډ راکوي.))

د يادونې ده چې د ١٦ هېوادونو په ګډون د کرکټ د ١٩ کلنو لوبډلو نړيوال جام سيالۍ د سلواغې په ٧مه په بنګله دېش کې پيل شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.