ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سولې د خبرو تګلاره به سبا ته نهايي شي

د سولې د خبرو تګلاره به سبا ته نهايي شي

author avatar
5 Feb 2016 - 12:53
د سولې د خبرو تګلاره به سبا ته نهايي شي
author avatar
5 Feb 2016 - 12:53

کابل(پژواک،١٦سلواغه ۹۴):د بهرنيو چارو وزارت وايي چې سبا (شنبه ) به په اسلام اباد کې د سولې په اړه درېيمه څلور اړخيزه غونډه جوړه او په دې غونډه کې به د سولې د خبرو تګلاره نهايي شي.

په دې څلور اړخيزه غونډه کې افغانستان ، پاکستان ، امريکا او چين ګډون لري.

د سولې د خبرو د بيا پيل په اړه د ناستو ددغې لړۍ لومړۍ غونډه په پاکستان ، دويمه په کابل او دا  دى درېيمه يې بيا په پاکستان کې جوړيږي چې په دې غونډه کې به د سولې د خبرو تګلاره نهايي شي .

د افغانستان د دولت له وسله والو مخالفينو سره د خبرو په موخه جوړېدونکې سبانۍ (شنبه ) غونډه کې به دافغانستان په استازولۍ د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حکمت خليل کرزى ګډون وکړي .    

 د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال خيرالله آزاد د سلواغې په ١٦مه پژواک اژانس ته وويل ، د يادې لړۍ لومړۍ څلور اړخيزه غونده چې په اسلام اباد کې جوړه شوې وه په کاري لايحې خبرې وشوې او په دويمه غونډه چې په کابل کې جوړه شوه په هغې کې د سولې د خبرو په ټوليزې تګلارې خبرې وشوې .

ده زياته کړه چې د سبا ورځې په خبرو کې چې اسلام اباد کې تر سره کيږي د سولې خبرو تګلاره به نهايي شي او دا په راتلونکي کې به له وسله والو مخالفينو سره د مستقيمو خبرو لاره هواره کړي .

 د ازاد په خبره ، د سبا ورځې په غونډه کې ګډون کوونکي څلور  هېوادونه (امريکا ، چين ، افغانستان او پاکستان ) دا په ډاګه کړي چې څه ډول د سولې خبرو د پيل په اړه سره موافقه وکړي .

 نوموړي زياته کړه : (( موږ دا څلور اړخيزې خبرې  ځکه پيل کړې دي چې د سولې خوا ته که ځو او خبرې کوو نو بايد چې يو مشحص ميکانيزم موجود وي او د هغه په رڼا کې خبرې وکړو ، نه د مخکې په څېر چې څه مو په ذهن کې تېريږي پرې خبرې وکړو .))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.