کابل(پژواک،١٦سلواغه ۹۴):د سولې عالي شورا د رهبرۍ د نشتوالي له امله نړيوالو مرسته کوونکو له دغې شورا سره خپلې مالي مرستې ځنډولې دي.
په نړيوالو چارو کې د سولې د عالي شورا سلاکار محمداسماعيل قاسميار د سلواغې په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو پنځو مياشتو راهيسې نړيوالو مرسته کوونکو هېوادونو ټينګار درلود چې بايد ددغې شورا رييس او د دارالانشا مشر معلوم شي او که چېرې دا کار نه کيږي نو دوى به خپلې مرستې وځنډوي .
هغه زياته کړه چې د روان کال له پيل څخه مرسته کوونکو هېوادونو له دې شورا سره خپلې مرستې ځنډولې دي
ده وويل چې څو هېوادونو د لندن په کنفرانس کې ژمنه کړې وه چې د سولې له شورا سره به مرسته کوي
د نوموړي په خبره، چې امريکا ، انګلستان، جاپان او المان له يادو هېوادونو څخه وو چې ډيره مرسته يې کوله.
قاسميار هيله وښوده چې په راتلوونکې اوونۍ کې د سولې د عالي شورا د نوي رييس او د دارالانشا د مشر په ټاکلو سره به دغه مالي مرسته بېرته د يادو هېوادونو له خوا پيل او رامنځته شوې ستونزه به حل شي.
د راپورونو په اساس چې په تېرو څو کلونو کې ٨٠٠ميليون ډالر د سولې شورا په واک کې ورکړل شوي و، چې د شنونکو په وينا، هيڅ لاسته راوړنه يې نه درلوده .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن