ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې پاکستاني وسله وال وژل شوي

په کونړ کې پاکستاني وسله وال وژل شوي

author avatar
5 Feb 2016 - 14:02
په کونړ کې پاکستاني وسله وال وژل شوي
author avatar
5 Feb 2016 - 14:02

اسعد اباد(پژواک،١٦سلواغه٩٤): د کونړ امنيتي چارواکي وايي چې په شيګل ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې د بريد له امله د تحريک طالبان پاکستان درې غړي وژل شوي دي.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د سلواغې په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو د شيکل ولسوالۍ په شلتن سيمه کې هوايي بريد کړى دى.

هغه وايي چې د بهرنيو ځواکونو د دې بې پيلوټه الوتکې په بريدکې د تحريک طالبان پاکستان درې غړي وژل شوي دي.

د قوماندان د معلوماتو له مخې، دغه وژل شوي کسان دباجوړ ايجنسۍ اوسېدونکي وو.

ده وويل چې په دې بريد کې عامو خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

تحريک طالبان پاکستان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.