ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنجشېر کې تاريخ تېر درمل وسوځول شول

پنجشېر کې تاريخ تېر درمل وسوځول شول

author avatar
6 Feb 2016 - 15:58
پنجشېر کې تاريخ تېر درمل وسوځول شول
author avatar
6 Feb 2016 - 15:58

پاراخ (پژواک، ١٧ سلواغه ٩٤): د پنجشېر په مرکز کې نن ١٤٠٠ کيلوګرامه له تاريخ تېر شوي درمل وسوځول شول.

د پنجشېر د عامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالصمد کريم پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ٢٥٠ قلمه درمل په تېرو شپږو مياشتو کې د دغه رياست د څېړنې ټېم له لوري په مرکز او ولسواليو کې له دولتي روغتيايي کلينيکونو او درمل پلورنځيو راټول شوي وو.

نوموړي څرګنده کړه چې د يادو تاريخ تېر درملو په تړاو تر اوسه پورې څوک نه دي نيول شوي.

د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونکي د بې کيفيته او تاريخ تېر درملو له خرڅلاوه د مخنيوي په موخه د چارواکو جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.

د پنجشېر ولايت د مرکز بازارک يوه اوسېدونکي محمد صميم وويل: "زموږ ډېرى خلک بې سواده دي، د درملو په تاريخ نه پوهېږي، درملتونونه ورباندې تېر شوي درمل پلوري، ما يوه ورځ يوه نسخه درمل واخيستل، کله مې چې کور ته يووړل نو له شپږ قلمه درملو څخه يې څلور قلمه له تاريخه تېر ول، بېرته مې درملتون ته يووړل او ورته ومې سپارل."

دغه ستونزه د هېواد په نورو ولايتونو او ان پلازمېنه کې هم شتون لري او چارواکي بيا هر کال لسګونه ټنه بې کيفيته او تاريخ تېر درمل راټولوي او سوځوي يې.

د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي چې له ايران او پاکستان سره په اوږده پوله کې د جدي کنټرول د نه شتون له امله دا کار د دې لامل شوى چې تاريخ تېر او بې کيفيته درمل د هېواد ښارونو ته په غير قانوني توګه لاره پيدا کړي.

د عامې روغتيا وزارت همېشه د توريدي شرکتونو له مسوولينو او درملتونونو غوښتي چې د دې ډول درملو له پلور او توليد ډډه وکړي، له هغه پرته به له سر غړوونکو سره قانوني چلند وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.