کابل (پژواک، ١٧ سلواغه ٩٤): د پاکستان د بلوچستان په کويټه ښار کې د ځانمرګي بريد له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پاکستانيو رسنيو د سلواغې په ١٧مه خبر ورکړى، چې دا بريد نن تر غرمې وروسته په شاوخوا څلورو بجو د کويټې ښار منان چوک ته څېرمه پر امنيتي ځواکونو شوى دى.
سرچينې زياته کړې، ځانمرګي بريدګر د امنيتي ځواکونو له کاروان سره نږدې ځانته چاودنه ورکړې، چې له امله يې ١٠ تنه وژل شوي او تر ٤٠ نور ټپيان دي.
راپورونه وايي، په وژل شويو او ټپيانو کې د ملېشو د ګڼ شمېر سرتېرو ترڅنګ ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د بلوچستان د حکومت وياند انوارالحق ويلي، ځانمرګي بريد پر بايسکل سپور و او د امنيتي ځواکونو له موټرو سره يې نږدې ځان ته چاودنه ورکړې ده.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې لس کيلوګرامه چاودېدونکي توکي کارول شوي دي.
د يادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم په کويټه ښار کې ګڼ شمېر ځانمرګي بريد شوي دي، چې له امله يې دولتي سرتېرو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن