ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د خبریالانو د امنیت د خوندیتوب په موخه غونډه جوړه شوه

بلخ کې د خبریالانو د امنیت د خوندیتوب په موخه غونډه جوړه شوه

author avatar
7 Feb 2016 - 15:25
بلخ کې د خبریالانو د امنیت د خوندیتوب په موخه غونډه جوړه شوه
author avatar
7 Feb 2016 - 15:25

مزارشريف (پژواک، ۱۸ سلواغه ۹۴): د بلخ ولايت امنيتي مسوولين وايي چې د خبريالانو او د رسنيو د مرکزونو امنيتي ملاتړ د دوی د کارونو په لومړيتوبونو کې راځي.

د بلخ ولايت په امنيې قوماندانۍ کې د سلواغې په ۱۸مه د دې قوماندانۍ د امنيتي مسوولينو او د شمال زون د خبريالانو د بېلا بېلو ټولنو د استازو او د رسنيو د خبريالانو تر منځ ناسته وشوه.

د شمال زون د خبريالانو د ځینو ټولنو مسوولينو امنيتي مسوولينو ته د خبريالانو او د رسنيو د مرکزونو د خونديتوب لپاره ځانګړي وړانديزونه وکړل چې هغوی يې هرکلی وکړ.

په مزارشريف کې د نی رسنيز دفتر مسوول نوراغا شريفي په ياده ناسته کې وويل چې ۲۰۱۵ د خبريالانو او په ټول هېواد کې د رسنيزو فعاليتونو لپاره ستونزمن کال و.

نوموړي زياته کړه چې د دوی د دفتر د معلوماتو پر بنسټ د دغه کال په ترڅ کې په ټول هېواد کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۹۵ پېښې ثبت شوې چې ۲۷ يې د شمال په نهو ولايتونو پورې تړاو لري.

د هغه په وينا، په دغو پېښو کې ۴۰ يې د وسله والو طالبانو له لوري، ۳۲ د امنيتي مسوولينو، ۲۲ ناپېژاندو کسانو او يوه پېښه د ناټو ځواکونو له خوا ترسره شوې دي.

شريفي د خبريالانو پر وړاندې د ولسمشر د وروستي فرمان ملاتړ وکړ چې بايد امنيتي خونديتوب ورته برابر کړای شي.

په بلخ کې د ارزو ټلويزون رييس نجيب پيکان د يادې ناستې په اوږدو کې وويل چې امنيتي مسوولين په ټوله کې د امنيت ساتنې دنده لري او دوی ترې لومړۍ په عمومي توګه د امنيت د خونديتوب غوښتنه کوي.

نوموړي زياته کړه چې په مزارشريف کې بايد د ټولو خبريالانو د استوګنې او د کاري دفترونو ځايونه په ګوته کړای شي او امنيتي حوزې ترې خبر ولري چې د ستونزې پر مهال ورته پرته له ځنډه ځان ورسولی شي.

په مزارشريف کې د شمال زون خبريالانو د انجمن مرستيال ذبيح الله احساس د يادې غونډې په اوږدو کې وويل، چې د امنيتي مسوولينو او رسنيو تر منځ همغږي بايد لا پسې پياوړې شي.

نوموړي زياته کړه، چې ورته ناستې بايد دوام ومومي او احتمالي ستونزو په اړه معلومات بايد شريک کړای شي.

د هغه په وينا دښمن د ټولو په شريکه دی نو باي You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.