کابل (پژواک ١٨ سلواغه ٩٤): افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو قوماندان وايي، نړيواله ټولنه به هېڅکله هم واک ته بېرته د طالبانو راستنېدو ته اجازه ورنه کړي او طالبانو ته يواځې د افغانستان د پرمختګونو د منلو او د سولې له پروسې سره د يو ځاى کېدو بله لار نشته.
جنرال جان کمپل دغه موضوع نن په کابل کې له امريکا او ناټو سره د افغانستان امنيتي هوکړه ليکونو د پلي کېدو د ګډ کميسيون په لومړۍ ناسته کې څرګنده کړه.
نوموړي له امريکا سره د افغانستان امنيتي هوکړه ليک (BSA) او له ناټو سره د ځواکونو وضعيت هوکړه ليک (SOFA) لاسليک ته په اشارې سره وويل، که چېرې ياد دوه هوکړه ليکونه نه وى لاسليک شوي، نو د افغانستان اردو او پوليسو به هم شتون نه درلود.
د بهرنيو ځواکونو ستر قوماندان ټينګار وکړ، چې د دغو هوکړه ليکونو لاسليک چې د ملي يووالي حکومت له رامنځته کېد وروسته تر سره شو، نه يواځې نړيوالې ټولنې بلکې د افغانستان لپاره هم ډېر مهم وو او پر بنسټ يې افغانستان د نړيوالې ټولنې د ملاتړ د دوام زمينه ترلاسه کړې ده.
د غوڅ ملاتړ ځواکونو قوماندان، ورته مهال طالبانو ته د دښمن کلمي په کارولو سره وويل، چې د حقاني شبکه "د طالبانو يوه څانګه" د افغانانو د وژلو ترڅنګ د افغانستان پر راتلونکي، تحصيل، د ښځو حقونو پېژندلو او افغان امنيتي ځواکونو باندې باور نه لري.
نوموړي د طالبانو پر وړاندې د غوڅ ملاتړ قوماندانۍ د ګامونو پورته کولو پر دوام د ټيينګار ترڅنګ وويل، دغه سازمان د افغان پياوړو امنيتي ځواکونو د روزلو په اړه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي، څو ياد ځواکونه د طالبانو پر وړاندې جګړه وکړي.
جنرال جان کمپل څرګنده کړه، نړيواله ټولنه پر خپلې ژمنې ولاړه ده، څو د لاسليک شويو هوکړه ليکونو پربنسټ، پرمختګ ته د رسېدو لپاره له افغانستان سره خپلومرستو ته دوام ورکړي.
ياد لوړ پوړي چارواکي، واک ته د طالبانو بيا راستنېدو ته په اشارې سره وويل، طالبانو ته به د دې اجازه ورنه کړي، څو بيا واک تر لاسه کړي، خو د يادې ډلې لپاره يواځې د سولې د منلو لار پاتې ده.
جان کمپل وويل: "که چېرې طالبان وغواړي چې د سولې له پروسې سره يو ځاى شي، نو په افغانستان کې شوي پرمختګونه لکه اساسي قانون او د ښځو حقونه ومني، خپلې وسلې بايد پر ځمکه کېږدي او خپل ترهګريز فعاليتونه بند کړي."
د يادې ناستې په بله برخه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزي خبرې وکړې او د سولې خبرو اترو لپاره يې د طالبانو له وړاندې شرطونه اېښودل او له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل يوه بهانه وبلله.
د هغه په وينا، پر دې سربېره چې په افغانستان کې د ١٤٠زره بهرنيو ځواکونو له ډلې يې ٨٥ سلنه له هېواده وتلي، خو جګړه د دې پر ځاى چې راکمه شي، کچه يې نوره هم زياته شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن