کابل (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٤): د کورنيو چارو وزارت وايي چې په ميدان وردګو ولايت کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د دوو قوماندانانو په ګډون درې وسله وال وژل شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت له خوا د سلواغې په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا عمليات تېره شپه او نن سهار د ميدان وردګو ولايت په نرخ ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې د عملياتو په پايله کې د دوو قوماندانانو په ګډون درې وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
خو د ميدان وردګو د والي وياند توريال ىهمت وايي، چې تېره شپه د قاري بریالي په نوم یو طالب سرګروپ د خپلمنځي مخالفت له امله د خپل یو ساتونکي سره وژل شوی دی.
هغه زياته کړې، قاري بریالي د مولوي امین الله سره، چې د طالبانو تش په نوم ولسوال دی مخالفت درلود او د « شاه کابل خورد» سیمه کې وژل شوی دی.
همت وايي، قوماندان بريالي په ميدان وردګو ولايت کې د ټيلېفوني شبکو د انتونونو په الوځولو او نورو ورانکاريو کې لاس درلود.
هغه زياتوي چې دغه راز نن سهار د نرخ ولسوالۍ په شاه کابل سيمه کې هم عمليات شوي چې په ترڅ کې يې د عبدالواحد په نوم ځايي قوماندان وژل شوى دى.
د والي وياند وايي چې په يادو عملياتو کې پوليسو او ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو زياته کړې يې ده چې ددغه ولايت د مرکز اړوند سيمه ده افغانانو کې يې په يوه ټانک چاودنه کړې ده .
طالب وياندذبيح الله مجاهد وايي چې په دې چاودنه کې يې دوه امنيتي سرتېري وژلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن