ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بادغيس په ځينو تاريخي سيمو کې خپلسرې کيندنې روانې دي

د بادغيس په ځينو تاريخي سيمو کې خپلسرې کيندنې روانې دي

author avatar
7 Feb 2016 - 18:14
د بادغيس په ځينو تاريخي سيمو کې خپلسرې کيندنې روانې دي
author avatar
7 Feb 2016 - 18:14

 قلعه نو(پژواک، ١٨سلواغه ٩٤): د بادغيس ولايت ځايي اوسېدونکي او چارواکي وايي چې له شاوخوا يوې مياشتې راهيسې ددې ولايت د ابکمري او قادس ولسواليو په بېلابېلو تاريخي سيمو کې خپلسرې کيندنې روانې دي.

د بادغيس د سوېلي ولسوالۍ د (قرچغي) کلي اوسېدونکي محمد سرور، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له شاوخوا يوې مياشتې راهيسې په(الماس) سيمه او د قرچغي په تاريخي کلا(ملک انتر) کې خپلسرې کيندنې روانې دي.

هغه په دې اړه چې کوم کسان دا کار کوي، د جزيياتو له ورکړې پرته وويل:((داسې کسان شته چې هر وخت د لرغونو سيمو د اثارو د ويجاړۍ او فرهنګي ميراثونو د لوټولو په هڅه کې دي.))

نوموړي په دې اړه چې کيندونکو تر اوسه له دې ځايونو څه تر لاسه کړي؟ وويل:((شايد تر لاسه کړي يې وي، خو زه معلومات نه لرم او له دولت غواړم چې د فرهنګي ميراثونو د ساتنې په برخه کې پاملرنه وکړي.))

 محمدسرور زياته کړه چې په تېرو کلونو کې په دې ځايونو کې د خپل سرو کيندنو په پايله کې مسجمې، خټينې کوزې او نور توکي تر لاسه شوي دي.

دا ستونزه ددې ولايت لوديځ ته په ابکمري ولسوالۍ کې هم شته ده.

د ابکمري ولسوالۍ اوسېدونکي غلام يحيى وويل چې ددې ولسوالۍ په(سينه اردو، چيلانک، دهستان او قلعه نريمان) سيمو کې له شاوخوا يوې مياشتې راهيسې دوام لري.

 هغه زياته کړه:((تاريخي او ګران بيه شيان ممکن را ايستل شوي وي، خو زه معلومات نه لرم او شرايط هم داسې شوي چې د خپل ځان د خونديتوب لپاره په کيندنو کې د ښکېلو کسانو شهرت نه شو ويلى.))

د هغه په خبره، هر کال په ژمي کې دا ډول کيندنې روانې وي، خو (( داسې هېڅوک هم نه شته چې د اثارو او ملي پانګې د ويجاړۍ مخنيوى وکړي.))

 د هغه په خبره، د کال په نورو موسمونو کې کيندنې له دې امله درېږي چې خلک په کرکيله او نورو کارونو بوخت وي.

 راپورونه څرګندوي چې دهستان يو مهال د بادغيس ښار تر ټولو مهمه او ګڼ مېشې سيمه وه چې د (چيلانک) غونډۍ يې له اسلام وړاندې شاوخوا زر کلن تاريخي قدامت لري.

غلام يحيى وويل چې په (سينه اردو) سيمه کې هم پخوا خپل سرې کيندنې شوې او ويل کېږي چې له دې سيمې نه خټينې کوزې او ځينې نور تاريخي اثار تل لاسه شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.