ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل په شینکۍ کې یوه مېرمن وژل شوې

د زابل په شینکۍ کې یوه مېرمن وژل شوې

author avatar
7 Feb 2016 - 15:13
د زابل په شینکۍ کې یوه مېرمن وژل شوې
author avatar
7 Feb 2016 - 15:13

کلات (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٤): د زابل ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې یوه مېرمن د کورنۍ تاوتریخوالي له امله وژل شوې او چارواکي وايي چې د پيښې په تړاو یې پلټني پيل کړې دي.

د وژل شوې مېرمنې ورور اسدالله د سلواغې په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وویل د خور د واده یې دوه کاله کېدل او په کور کې ورسره د خاوند، خواښي او لېوره له لوري تاوتریخوالی کېده.

هغه زياته کړه: ((زه پرون په ښار کې وم چې زنګ راغى، کله چې د شاهو خېلو کلي ته د خپل خور کره لاړم، هلته يې خلکو راته مړى وسپاره.))

هغه وايي چې خور يې تر وهلو لاندې وژل شوې او اوس یې دوی جسد د زابل مرکزي روغتون ته د طبي څېړنو لپاره راوړی او غواړي چې حکومت باید د دې پېښې عاملین ونیسي او سزا ورکړي.

د کلات د مرکزي روغتون سرطبیب ډاکتر محمدهاشم توخي پژواک ته وویل چې د جسد له لومړیو معاینانو څرګندیږي چې وژنه د زندۍ کېدو له امله رامنځ ته شوې ده.

هغه زیاته کړه پرون مازدیګر ناوخته جسد روغتون ته ور وړل شوى چې وروسته یې ډاکترانو په اړه طبي څېړنې پيل کړې دي.

نوموړی وایي، په څېړنو کې د وژل شوې مېرمنې پر بدن د وهلو ټکولو نښې هم لیدل کېږي.

د ده په خبره، دوی نه شي ویلی چې مېرمنې به پر خپله ځان وژلی وي او که به د چا له لوري وژل شوې وي.

د زابل د شینکۍ امنیه قوماندان همایون ګلزار پژواک ته وويل چې پر پېښې له خبرېدو سره سم یې په اړه پلټنې پيل کړې دي خو تر اوسه یې څوک په تړاو نه دي نیولي.

هغه وویل، د مړي وارثانو جسد د پېښې له ځایه انتقال کړی و او د دوی پولیس هېڅ داسې شواهد په لاس کی نه لري چې له مخې یې څوک ونیسي خو د روغتون او امنیې قوماندانۍ تر څېړنو وروسته به اقدام وکړي.

په روان کال کې تر دې وړاندې هم په کلات ښار کې ورته دوه پېښې رامنځته شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.