کابل (پژواک ١٨ سلواغه ٩٤): په کابل کې "د سیاسي جوړښت وړاندیز" نومي اثر چې پوهندوى ډاکټر عبدالقيوم مومند کښلى دى، مخکتنه وشوه.
دا اثر د افغانستان د روان سیاسي کړکېچ د سیاسي حل په تکل د يوې طرحې او سياسي حل په موخه ليکل شوى دى.
د دې اثر د مخکتنې غونډه د افغان رسنیز او څېړنیز مرکز، مومند بنسټ او افغان خپرنځي له خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو د نړيوال مرکز په تالار کې جوړه شوې وه، چې ځينو سياستوالو، د ملي شورا غړو، څېړونکو او ليکوالو په کې برخه درلوده.
د افغان رسنيز او څېړنيز مرکز مشر عبدالجبار بهير په دې غونډه کې د کتاب موضوع او محتوا د افغانستان روان د سیاسي حل لارې لپاره خورا مهم وباله.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال شمس زردشت بيا هیله وښوده، چې د هېواد سیاستوال په ځانګړې توګه هغوی چې د نظام په جوړونه او د هېواد په سیاسي جوړجاړي کې اساسي رول لري، په کتاب کې له وړاندې شوې طرحې څخه ګټه واخلي.
په غونډه کې د علومو اکاډمۍ سلاکار څېړندوى حبيب الله رفيع په خپله مقاله کې د هېواد د وروستیو لسیزو او ناورینونو په اړه رڼا واچوله او زیاته یې کړه، چې په افغانستان کې د ثور له کودتا څخه راپدېخوا هر نظام له خپلو ګټو او غوښتنو سره سم جوړ شوی دی، نه د هېواد د ملي ارزښتونو او اړینو غوښتنو له مخې.
دغه راز د افغانستان د نوې ملي جبهې مشر انوارالحق احدي وويل: "په اساسي قانون کې تغيیر راوستل د دیموکراسۍ یوه برخه ده، اساسي قانون څه قراني دستور نه دی، چې تغییر یې ناشونی وي، خو هر تغییر او نوښت هم د پرمختګ او مثبتو پایلو پیلامه نه وي، اوسمهال په هېواد کې داسې تغییر او بدلون ته اړتیا ده، چې په پایله کې يې افغانستان ته د امن پیغام راوړل شي او ټولنیز عدالت ته لاره هواره شي."
دى وايي: "زه اصلاً د پارلماني نظام ملاتړی یم، ځکه په دې نظام کې یو کس د هر څه د تغییر او سرته رسولو واک نه لري، خو په افغانستان کې زه د ریاستي نظام پلوي یم، هغه ځکه چې یو شخص په مستقیم ډول د ټول ولس له خوا غوره شي، نو د هر چاته رسېدنه او له ډېرو سره راکړه ورکړه ناشونې کوي."
د سولې عالي شورا سرپرست مولوي عبدالحکیم مجاهد بيا د کتاب موضوع او سیاسي حل یې روانو حالاتو ته په کتو مهم او خورا ګټور وباله او ويې ويل، د سیاسي او اسلامي دواړو اساساتو او غوښتنو ته په پام سره دا کتاب ليکل شوى دى.
د مشرانو جرګې پخواني غړي انجنير محمدافضل احمدزي وويل، افغانانو تل د یوه اسلامي نظام د جوړولو په تکل قربانۍ ورکړې دي، خو لا بریالي شوي نه دي.
نوموړي د روانو ناخوالو او ستونزې د حل لپاره د یوه داسې سیاسي نظام وړاندیز وکړ، چې باید افغان شموله وي او له افغاني فکره رامنځ ته شوی نظام وي، ځکه د هغه په وينا، بهرني وارداتي افکار او وړاندیزونه تل له ستونزو او ناخوالو سره مله وي.
د ياد شوي اثر ليکوال عبدالقيوم بيا وويل، په روانو سیاسي پېچلو حالاتو کې زموږ هېواد د یوه داسې سیاسي نظام په رامنځ ته کېدو له بحران څخه خلاصېږي، چې دا نظام په نړۍ کې له پرمختللو سیاسي نظامونو څخه له ګټې اخیستنې سربېره د هېواد اړتیاوې او اسلامي افغاني کلتور ته هم په کې بشپړ درناوی شوی وي او غوښتنې يې په کې عملاً خوندي وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن