ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ننګرهار ملکي روغتون کې د ماشوم ورکېدو پېښه دې وڅېړل شي”

“د ننګرهار ملکي روغتون کې د ماشوم ورکېدو پېښه دې وڅېړل شي”

author avatar
7 Feb 2016 - 16:19
“د ننګرهار ملکي روغتون کې د ماشوم ورکېدو پېښه دې وڅېړل شي”
author avatar
7 Feb 2016 - 16:19

جلال اباد(پژواک،۱۸سلواغه۹۴): د ننګرهار سلګونه مدني فعالانو د لاريون په ترڅ کې له سيمه ييزې ادارې او عامې روغتيا وزارت څخه وغوښتل چې د عامې روغتيا روغتون کې د ورک شوي نوي زيږېدلي ماشوم پېښه جدي وڅېړي.

تېره اوونۍ داسې خبرونه خپاره شول، چې ګنې د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون د ماشومانو په څانګه کې ديوې مېرمنې د ماشوم تر زېږون وروسته د هغې يواځينی نوی پيدا شوی زوی نامعلومو کسانو پټ کړی دی.

د ننګرهار ولايت سلګونه مدني فعالانو د سلواغې په ۱۸مه د عامې روغتيا رياست مخې ته په همدې غبرګون لاريون وکړ او د دې پېښې د څرنګوالي د معلومولو غوښتونکي شول.

مدني فعال سنګر عزيزي د لاريون په څنډه کې پژواک خبري اژانس وويل، چې دا پېښه څو ورځې مخکې شوې او خلک يې ډير اندېښمن کړي دي.

عزيزي سيمه ييزه اداره تورنه کړه چې ګنې دې کورنۍ ته يې په يوه ډول قناعت ورکړی؛ خو زياتوي: ((دې روغتون ته ډېر خلک راځي بايد ډاډه وي چې داسې پېښې ورسره نه کېږي، پخوا هم دلته ماشومان بدل شوي دي.))

مدني فعال معاون عبدالرحمن بيا پژواک اژانس ته وويل چې مرکزي حکومت او په ځانګړي ډول د عامې روغتيا وزارت بايد د دې پېښې پلټنه وکړي.

ده وويل: ((دا څنګه کېدای شي چې نوی زېږيدلی ماشوم چې مور يې بې بستر وي ورکېږي ؟))

وروسته د مدني فعالانو له لوري پرېکړه ليک ولوستل شو، چې په کې د دې پېښې د غندنې ترڅنګ يادونه شوې چې ګواګې مخکې هم دغلته ورته پېښې شوې دي.

په پرېکړه ليک کې د عامې روغتيا رييس په بې کفايتۍ تورن شوی او د هغه د ګوښه کېدو غوښتنه شوې ده.

د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال پر ده لګېدلي تورونه رد کړل او ويې ويل چې د مافيا ځينې کړۍ دده پر ضد دسيسې جوړوي.

هغه زياته کړه چې په جلال اباد ښا رکې د پښتورګو روغتون فعالېږي چې له  امله يې د يو شمېر سوداګرو کاروبار په خرابېدو دى او اوس دا ډول څرګندونې کوي.

ډاکټر کامه وال د ماشوم د ورکېدو په اړه وويل چې  په تېر يوه کال کې په روغتون کې تر سلو زرو زيات ماشومان پيدا شوي ، خو دا لومړۍ پېښه ده چې رامنځته کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.