ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګرمسېر دیني عالمانو او قومي مشرانو له دولت سره د همکارۍ ژمنه وکړه

د ګرمسېر دیني عالمانو او قومي مشرانو له دولت سره د همکارۍ ژمنه وکړه

author avatar
7 Feb 2016 - 15:04
د ګرمسېر دیني عالمانو او قومي مشرانو له دولت سره د همکارۍ ژمنه وکړه
author avatar
7 Feb 2016 - 15:04

لښکرګاه (پژواک، ۱۸ سلواغه ۹۴): د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ سلګونه قومي مشرانو او ديني عالمانو له حکومت سره د امنيت په ټينګښت او د خلکو او دولت تر منځ د پيدا شوي واټن په لرې کولو کې د همکارۍ ژمنې وکړې.

دغه غونډه چې د سلواغې په ١٨مه د ګرمسېر ولسوالۍ په مرکز کې جوړه شوې وه، د دې ولسوالۍ شاوخوا شپږ سوه قومي مشرانو، ديني عالمانو او خلکو په کې ګډون کړى و.

په غونډه کې د دیني عالمانو په استازيتوب مولوي داوود وویل، هېڅ کله ستونزې په زور نه شي حل کیدی، بايد يوه معقوله لار ورته ولټول شي.

ده وويل: ((موږ له دولت سره مرسته کوو تر څو په هېواد کې ستونزې کمې شي، خو له دولت څخه هم د ځينو اصلاحاتو غوښتونکي يو.))

هغه د اصلاحاتو موضوع روښانه نه کړه خو زياته يې کړه که حکومت د ديني عالمانو مشورو ته غوږ کېږدي نو ډېر ژر به هېواد له ستونزو خلاصى ومومي.

دغه راز بل دیني عالم عبدالله صالحي وویل که حکومت له خلکو سره په خپلو ژمنو کې ريښتينی پاتې شي نو ديني عالمان هم په هر حالت کې له حکومت څخه ملاتړ کوي.

هغه زياته کړه: ((ستونزې په جګړو نه حل کېږي، دعوت او خبرې کولاى شي ثبات او سوله راوړي او موږ هڅه کوو چې هېواد ته سوله راشي.))

دغه راز د قومي مشرانو په استازيتوب عبدالقیوم خان وویل، د دې ولسوالۍ ټول قومي مشران چمتو دي چې له حکومت سره د امنيت په ټينګښټ او د خلکو او دولت تر منځ د واټن په کمولو کې همکاري وکړي.

هغه وويل: ((موږ هر ډول مرستې ته چمتو يو، حکومت دې يواځې پر موږ غږ وکړي.))

د هغه په اند، که چېرې دولت له دوى سره لاس يو کړي نو بيا د امنيت د ټينګښټ لپاره جګړو او ډېرو لګښتونو ته اړتيا نشته.

هغه زياته کړه: ((دا سنتي او کلتوري ټولنه ده، که چېرې په کې دیني عالمانو او قومي مشرانو ته عزت او قدر ورکړل شي، نو د عامو خلکو او په ځانګړې توګه د ځوانانو باور پر نظام ډېریږي.))

دغه راز په غونډه کې د ګرمسېر ولسوال ایوب عمر عمري وویل، د تېرو جګړو او نا امنیو له امله پر هلمند سربېره د هېواد په ځینو نورو برخو کې د دولت او خلکو تر منځ لوی واټن رامنځته شوی دی، چې له مخې يې ستونزې ورځ تر بلې ډېریږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.