ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې اووه پولیس ټپیان شوي

زابل کې اووه پولیس ټپیان شوي

author avatar
7 Feb 2016 - 11:07
زابل کې اووه پولیس ټپیان شوي
author avatar
7 Feb 2016 - 11:07

کلات (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٤): چارواکي وايي چې په زابل ولايت کې د يوې نښتې په ترڅ کې اووه پوليس ټپیان شوي دي.

د  زابل د ارغنداب ولسوالۍ ولسوال  ملا ظريف د سلواغې په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه په دوو بجو د ولسوالۍ اړوند د سه کيچي په سيمه  کې وسله والو طالبانو د پوليسو پر پوستې لاسي بم غورځولى و.

هغه زياتوي، په دغه بريد کې اوه پوليس ټپيان شوي چې د دوو ټپونه سخت دي.

د ولسوال په وينا، د پوليسو په ځوابي بريد کې دوه  وسله وال طالبان وژل شوي دي.

خو طالب وياند قاري يوسف احمدي بيا وايي چې په ياد بريد کې اوه پوليس وژلي او په نښته کې درې طالبان ژوبل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.