سرپل (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٤): چارواکي وايي، د سرپل د مرکز اړوند په "سنګ توده" سيمه کې شپږو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې او ١٢ موټرسايکل يې دولتي ځواکونو نيولي دي.
د وسله والو يو ځايي قوماندان چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، هلته د خپلو ملګرو مرګ ژوبله ردوي، خو وايي چې درې موټرسايکلونه يې په سيمه کې پاتې شوي دي.
د سرپل والي محمد ظاهر وحدت پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونه تېره ورځ له غرمې وروسته په "سنګ توده" سيمه کې د عملياتو پر مهال دوه وسله وال مخالفين ووژل او څلور نور يې ټپيان کړل.
دى وايي چې په ياده سيمه کې د وسله والو مخالفينو ١٢ موټرسايکلونه هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
هغه وويل چې تېره ورځ په همدې سيمه کې پر لويه لاره چې د ولايت مرکز له سانچارک، سوزمه کلا، بلخاب او ګوسفندي ولسواليو سره نښلوي، د سيمه ييزو پوليسو درې پوستې جوړې شوې.
د والي په وينا، دا کار يې ځکه وکړ چې دغه لار ناامنه وه.
د روان کال په لومړيو کې وسله والو له دې لارې د سوزمه کلا ولسوالۍ د ارشاد، حج او اوقافو مدير مولوي عبدالودود، د دې ولسوالۍ دوه قاضيان او د ملي پيوستون درې کارکوونکي وتښتول.
وسله والو له تښتول شوو کسانو د ارشاد، حج او اوقافو مدير وواژه، د ملي پيوستون درې کارکوونکي يې خوشي کړل او د دوو قاضيانو برخليک تر اوسه نه دى څرګند.
پر دې لاره نورې امنيتي پېښې هم رامنځته شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن