کوېټه (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٤): راپورونه وايي چې د وسله والو طالبانو د استخباراتو رييس او مرستيال يې د ناپېژاندو وسله والو له لوري تښتول شوي دي، خو طالبان دا خبر ردوي او اوازه يې بولي.
طالبانو ته يوې نږدې سرچينې د سلواغې په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د طالبانو د استخباراتو رييس ملا محمدزى او مرستيال يې ملا محمد عيسى تېره اونۍ په جلا جلا ډول د بلوچستان ايالت د کوېټې ښار له شاوخوا سيمو تښتول څخه شوي دي.
د سرچينې په وينا، مخ پټو وسله والو کسانو لومړی د طالبانو د استخباراتو مشر ملا محمدزی د کچلاک په سيمه کې له خپل موټره ښکته کړی او له ځان سره يې نامعلوم لور ته بيولی دی.
ياده سرچينه زياتوي، لکه څنګه چې نوموړی د پاکستان دولتي امنيتي تأسيساتو ته په نږدې سيمه کې درول شوی، ځکه نو داسې ګومان کېږي چې نوموړی به د دغه هېواد د امنيتي مقاماتو له لوري نيول شوی وي.
د سرچينې په وينا، د ملا محمدزي مرستيال ملا محمد عيسی اخند چې تر دې وړاندې يې د کندهار د والي په توګه دنده ترسره کوله، د محمدزي له نيول کېدو دوه ورځې وروسته د کوېټې ښار د غوث اباد په سيمه کې نيول شوی دى.
په کوېټه کې طالبانو ته نږدې سرچينې وايي چې ملا محمدزی په نږدې ورځو کې له افغانستانه راستون شوی و او هلته يې په بېلابېلو سيمو کې د داعش د جنګياليو، د ملا دادالله منصور د جنګياليو او طالبانو تر منځ د جګړو څارنه کوله.
له بل پلوه پژواک ته ځينو نورو سرچينو په ډاګه کړې چې په وروستيو وختونو کې د ملا دادالله منصور خلاف په جګړه کې د ملا محمدزي رول ډېر پياوړی و او نوموړی د همدې جګړې پر مهال په زابل کې مېشت و.
د يادې سرچينې په وينا، ملا محمدزی او مرستيال يې په داسې حال کې د نامعلومه کسانو له خوا نيول شوي چې نږدې درې اونۍ وړاندې په ياده سيمه کې په زابل کې د طالبانو د خپلمنځي جګړې يو بل مهم قوماندان ملا محمد عالم هم د نامعلومو وسله والو له لوري په مرموز ډول وژل شوی و.
ملا محمدزی په قوم اسحاقزی دی او د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور ته چې اسحاقزی دی، ډير نږدې کس ګڼل کېږي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته وويل، چې ده همدا نن له ملا محمدزي سره خبرې کړې، هېڅ ستونزه ورته نه ده پېښه شوې.
هغه د هغه د تښتولو خبر راد او دا يې تشه اوازه وبلله.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن